د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په سره لمر کې' د کانکور ازموینه


مهتر لام: د لمر تر رڼا لاندې ناست افغان زده کوونکي د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۲ مه
مهتر لام: د لمر تر رڼا لاندې ناست افغان زده کوونکي د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۲ مه
رپورټ: باز محمد عابد، مشال راډیو

مهتر لام
- د افغانستان د لغمان ولایت په تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ کې د زده کړو لپاره د کانکور ازموینه اخیستل شوې ده.

په دې ازموینه ۳۲۵۰ زده کوونکو ګډون کړی دی، چې ۵۵۰ تنه هغه شاګردان به په بېلابېلو څانګوکې زده کړې کوي چې تر نورو ښې نمرې تر لاسه کړي.

د کانکور د ازموینې په اړه، د دغه انسټیتیوټ مشر پوهندوی احسان الله احسان خبریالانو ته وویل چې په دې ازموینه کې به له هرو شپږو تنو یو هغه د زده کړو چانس تر لاسه کړي: (( فعلاٌ په دوه سیمیسترونو کې تر ۱۰۰۰ تنو پورې شاګردان لرو. او سږکال پرېکړه شوې وه چې تر ۵۵۰ تنو پورې شاګردان به جلبوي. [له] موږ سره ۳۲۵۰ تنو شاګردانو [نوم ثبت] کړی چې له هر شاګرد[ه] مو د فورمې د توریع په مقابل کې ۳۰۰ افغانۍ اخیستي دي. دا د شاګردانو مسلم حق دی چې دا امتحان په شفافه توګه تر سره شي، او هیڅ خیانت په کې ونه شي. په دې امتحان کې به ۵۵۰ تنو ته چانس ورکول کېږي چې دا په ریښتیا هم ډېر کم دي، چې له هرو شپږو تنو به یو تن د زده کړو چانس تر لاسه کوي.))

ه سره لمر کې ورته ناست یو. د سیوري بندوبست نه دی شوی.
دوه تنه زده کوونکي چې د کانکور په ازموینه کې یې ګډون کړی و وايي چې د امتحان پروسه په شفافیت سره پر مخ تللې ده.

د ښیوې ولسوالۍ د شګی سیمې یو تن اوسېدونکی وسیم وايي: ((د لوړو زده کړو په ازموینه کې مې ګډون کړی او تمه لرم چې بریالیتوب به مې په برخه شي.))

دی وايي دا امتحان په نهه نیمې بجې پیل شو: ((په سره لمر کې ورته ناست یو. د سیوري بندوبست نه دی شوی. سره له دې چې مدیر صاحب ته ډېر سفارشونه شوي خو هغه ورته ویلي چې امتحان به په شفافه توګه تر سره کېږي. دلته د لیاقت او قلم خبره ده او بس.))

یاده دې وي چې د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټ، یو کال وړاندې، د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یو ایس اې آی ډي په مرسته جوړ شوی، چې په پينځه بېلابېلو څانګو، کمپیوټر ساینس، اقتصاد، زراعت او باغداري او د موټرو تخنیکي زده کړې په کې ورکول کېږي.
XS
SM
MD
LG