د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورپکي د افغانستان و پاکستان ګډ دښمنان دي


د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني وايي ، اورپکي د پاکستان او افغانستان شریک دښمنان دي او د دوي پر ضد په ګډه کار کول په کار دي.

لندن ته د خپل سفر پر مهال وزیراعظم ، رویټرز خبري اژانس ته وویل: (( موږ د افغانستان د مسلې په هوارولو کې یو کردار لرو، نه چې د دې ستونزې یوه برخه یو. موږ دواړه په دې پوه یو چې ځورېدلي یو او اورپکی زموږ شریک دښمن دی ، نو په کار ده چې د خپل دښمن پر ضد سره یو ځای شو او په ګډه کار وکړو.)) یوسف رضا ګېلاني زیاته کړېده چې د دواړو ملکونو پر ګډه پوله د رامنځ ته شوي کړکېچ په اړه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په اړیکه کې دی، چې په منځ کې یې غلط فهمۍ ځای ونه نیسي. هغه وویل ، په کار ده چې د داسې پېښو مخه ونیسو ، هغه ځکه چې دا ستنونزې پیدا کولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG