د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نشه یي توکو د مخنیوي د ادارې د مشر له احمدي نژاد سره لیدنه


د ملګرو ملتونو د نشه یي موادو او جرمنو په اړه د ادارې مشر یورې فیدوتوف، له ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد سره لیدلي دي او د ناقانونه نشه یي موادو د تجارت د مخنیوي په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

یورې فیدوتوف د ملګرو ملتونو د نشي موادو او جرمنو له ادارې سره د ایراني ولسمشر د کلکې مرستې ستاینه کړېده. د دې ادارې له رپورټ سره سم، ایران په نړۍ کې د هغو هېوادونو په سر کې دی چې له افغانستان او پاکستان سره پر ګډه ۱۰۰۰ کیلومیټره اوږده پوله په لویه کچه اپین، هیروین او نور نشه يي مواد نیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG