د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات هم افغان پوځ ته وسپارل شو


په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو په هرات کې د امنیتي عملیاتو مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارلی دی.

هرات یو له هغو اووه سیمو دی چې نړیوال ځواکونه به یې په روانه اونۍ کې د امنیت چارې د افغانستان خپلو ځواکونو ته سپارلې دي. ځینې کسان پر دې پلان چې له مخې به یې تر ۲۰۱۴م کال پورې د ټول هیواد د امنیت چارې افغان ځواکونه په خپله سمبال کړي ، تنقید کوي او وايي چې دا د افغان ځواکونو د دومره وړتیا ښکارندويي نه کوي چې د ټول هیواد امنیت دي وساتي. د هرات د امنیت د چارو افغان ځواکونو ته د سپارلو غونډه په دې ښار کې، د نړیوالو مرستندیو ځواکونو په مرکز کې شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG