د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس وايي که قذافي واک پرېږدي نو په لیبیا کې پاته کېدای شي


فرانس د ليبيا مشر کرنل قذافي ته وړانديز کړی چې که چرته واک پريږدي نو په هيواد کې پاته کيدلی شي. د بهرنيو چارو وزير ايلين ژوپ د فرانس ټیلي ويژن ته وويل چې کرنل قذافي به په ډير څرګنده توګه د ليبيا له سياست څخه یوې غاړي ته کيږي.

داسي معامله کيدای شي کرنل قذافي د بشر پر ضد د جرمونو په اړه د هيګ نړيوال عدالت له محاکمي و ژغوري. کرنل قذافي وړاندي ویلي وو چې که چېری دی او د هغه کورنۍ د واک پر سپارلو سلا شو نو دی بیا له سیاسته پر ګوښه کيدو غور کولی شي.

خو د قذافي د بهرنيو چارو وزير ويلي چې حکومت يي په خپلو کې د کرنل قذافي د واک پر پرېشودلو هيڅ خبري نه کوي. دا خبري عبداليتي عبيدي د چارشنبي په ورځ په ماسکو کې د روس د بهرنيو چارو وزير سرګۍ لاوروف سره د ليدنې وروسته کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG