د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران دیوې امريکايي بې پایلټه الوتکې د راغورزولو ادعا کړې


د ايران يو حکومتي ويب سایټ وايي پاسدارنې انقلاب د فوردو ايټمي بټۍ سره نږدې د قم په ښار ګرزيدونکې د امريکا بې پايلټه جاسوسي الوتکه را غورزولې ده.

دا ادعا په داسې وخت کې شوې چې د ايران چارواکو په بټۍ کې د يورونیيمو د غني کولو لپاره د نویو سينټري فيوجونو د لګولو تصديق وکړی.

د ځوانو خبریالانو د کلب نومې ويب سایټ چې د ايران له ټيلي ويژن سره تړون لري د پارليمان د يوه غړي علي آغا زاده دفساري له خولې وايي جاسوسي الوتکې د يورونيیمو د غني کولو د بټی په اړه د معلوماتو راټولولو هڅه کوله.

نورو سرکاري رسنیو دا رپورټ نه دی خپور کړی. په دې اړه د ايران له حکومت او پوځي چارواکو سره د تماس نيولو هڅی کاميابي نه شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG