د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهارکې د کرکټ لوبغاړي ونازول شول


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل لوبغاړو ته تمغې او ستاینلیکونه ورکوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل لوبغاړو ته تمغې او ستاینلیکونه ورکوي


بازمحمد عابد مشال ریډیو جلال اباد

په ننګرهار کې د ختیځ زون د کرکټ بورډ له اړخه د افغانستان د کرکټ په یو شمیر لوبغاړو تمغې او ستاینلیکونه د یوې درنې غونډې په ترڅ کې وویشل شول.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وايي چې د ننګرهار په څیر که د هیواد په نورو ولایتونو کې هم د ځوانانو دهڅونې له پاره ورته غونډې جوړې شي نو په دې سره به کرکټ نور وده هم وکړي.

په ختیځ زون کې د کرکټ بورډ مشر هدایت الله حسین زاده د ایوارډونو او ستاینلیکونو د ویش پر مهال خبریالانو ته وویل، د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبغاړو ، د خیتځ زون د کرکټ لوبغاړو او د ننګرهار د کرکټ لوبغاړو د هڅونې په خاطر، یې نننۍ غونډه جوړه کړې چې ۱۹ تنو لوبغاړو ته به ستاینلیکونه، ۶ تنو ته به تمغې او درې تنو هغو چارواکو ته به پګړۍ په سروي چې په څه نا څه بڼه یې د کرکټ بورډ مرسته کړې ده.٬٬

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وايي چې د ننګرهار په څیر که د هیواد په نورو ولایتونو کې هم د ځوانانو دهڅونې له پاره ورته غونډې جوړې شي نو په دې سره به کرکټ نور وده هم وکړي.


د ننګرهار زون ای لوبډلې کپتان سلیمان دولتزي د ایوارډ د تر لاسه کولو په وخت مشال ریډیو ته د خپلو بریاوو څخه وويل چې کرکټ سره یې بې کچه مینه ده ډیرې لوبې یې کړي او خپل ټیم ته یې ډیرې لاسته راوړنې لرلې دي، ځکه نن د ایوارډ اخیستو جوګه شوی. دی زیاتوي چې هڅه به وکړي چې د افغانستان کرکټ ته نوره وده هم ورکړي.

د دې غونډې په وروستي پړاو کې د کرکټ له پاره جوړې شوې سندرې د ننګرهار فلم لوبغاړو په تمثیلي بڼه د لیدونکو په وړاندې وغږول شوې چې په چکچکو بدرګه شوې.
XS
SM
MD
LG