د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کي انساني قاچاق مخ په زیاتېدو دی.




نه يواځي دپاکستان له بیلا بیلو سیمو، بلکې له افغانستانه هم انسانان
په غیرقانوني توګه دبلوچستان له لاري نورو هیوادونه ته ځي. دانسانانو دا قاچاق له کلونوکلونو راهیسي روان دی. خو په دې وروستیوکي په کې زیاتوالی ترسترګوکيږي.

په کوټه کي ديوې اردو ژبې ورځپاڼې خبریال سیدکلیم شاه وايي، دپاکستان له بیلا بیلو سیموڅخه خلک دبلوچستان له لاري هڅه کوي چي ایران او بیا اروپايي هیوادونو ته لاړشي. دوي په غیرقانوني توګه او په پټولاروله بلوچستان څخه ایران او له هغه وروسته بیا نوروهیوادونو ته ځي٬٬

ډیری بېروزګاره کسان چي د روزګار په موخه هڅه کوي لومړی ایران ته واوړي، او له هم هغه ځايه بیانورو هیوادونو په خاصه توګه اروپا ته ځان ورسوي. خوپه دې سفر کي چي دبیلا بیلو هیوادونو تر پولو تیریږي، په دې برسیره چي ډيری ووژل شي، ډیری بیا له لوږې تندې مړه شي. او پاتې کسان یې بیا په یو شمېر هیوادنو کې د ویزې او قانوني اجازه لیک نه درلودو له کبله په بیلا بیلو هیوادونوکې نیول کېږي او بندیان کېږي.

دکوټي په ایف آی اې یا دمرکزي پلټنو ادارې په دفتر کي اکثره همداسي بندیان دبند شپې ورځې سبا کوي. څورلس کلن منیب اختر هم يوداسې بندي دی، چي دپاکستان او ایران په پوله نیول شوی.

که يې کورنۍ هغومره پيسې ورکړي، ښه په ښه . که يې ورنه کړي نو دوی ددې کسانو لاسونه یاپښې ورماتي کړي اوپه ایران کي يې په زیارتوکښېنوي. او خیرات پرې ټولوي.

منیب اخترله مشال ریډيو سره په خبروکي وویل چې تعلق يې د پنجاب له ګجرات سره دی. هڅه يې کوله چې دمزدورۍ لپاره يونان ته لاړشي. دمنیب اختر په ویناله له ده سره دده د سیمې يوبل ملګری هم وو، چي دپاکستان او ایران په پوله دایران دامنیتي ځواکونوله خواپه ډزو ټپي شو. اوله دوي څخه پاته شو. چي اوس يې دده په خبره حال نشته چي هغه ژوندی هم دی که نه


علي رضا بیا د سیالکوټ سیمي يو۱۷ کلن ځوان دی. دی وايي،
تعلق مي له سیالکوټ سره دی. زه هم يونان ته تلم. خوبریالی نه شوم. که څه هم په لاره ډیرې ستونځې وي، خو د هغه باوجود هم ډیری ځوانان روان وي. څوڅو ورځي موږ ته ډوډۍ نه رسېده، سختي لوږې او تندي مو تیري کړې، خوبیاهم دایران په هغه بله پوله ونیول شوم. او اوس دادی په بندکي يم٬٬

هغه کسان چي دامنیتي ادارو له خوا ونیول شي، بیا د پيسو په بدل کي بیرته په هغه ایجنټانو خرڅيږي، چي دوی ورسره وار له مخه نورو هیوادونو ته د رسولو ژمنه کړې وي. خوپه دې بدل کي بیا ځيني کسان مامو نومي ډلې ته په لاس ورشي.

ددغه ډلې په اړه دکوټي خبریال سیدکلیم شاه وايي، مامودخلکوهغه ډله ده چي دغه کسان په پيسوواخلي، بیا د دوی له کورنیوڅخه تردې څوچنده زیاتې پیسې دټيلي فون له لاري وغواړي. که يې کورنۍ هغومره پيسې ورکړي، ښه په ښه . که يې ورنه کړي نو دوی ددې کسانو لاسونه یاپښې ورماتي کړي اوپه ایران کي يې په زیارتوکښېنوي. او خیرات پرې ټولوي. ترهغه وخته بیادغه ځوانان له دوی سره وي ترڅو چی دوی پر هغه لګېدلې پيسې نه وي ګټلې٬٬

بلوچستان لاره دانساني قاچاق لپاره يوه ډیره مصروفه لاره ده.

په بلوچستان کي په انساني قاچاق کي ډیری کسان لاس لري. چي په پيسو دغه ځوانان په غیرقانوني توګه نورو هیوادونو ته اړوي. ځينو لوړ پوړو سرکاري چارواکومشال ریډیو ته وویل دانساني قاچاق په دې کاروبار کي ډیری لوی سیاستوال او هم سرکاري چارواکي لاس لري. خوله بده مرغه ددې په ضد خبره نه هم يوه رسنی کولی شي، نه پخپله سرکار او نه هم غیرسرکاري تنظيمونه.

دبشري حقوقو د کمیسیون په بلوچستان کي مشرسعیداحمد هم په بلوچستان کي په انساني قاچاق په تشویش کي دی.سعیداحمدمشال ته وویل، بنیادي طوردبلوچستان لاره دانساني قاچاق لپاره يوه ډیره مصروفه لاره ده. دغه انسانان که له پاکستانه وړل کېږي، اوکه پاکستان ته راوړل کېږي. ددې يوه بیلګه به زه دایف آی اې دفتر درکړم. په دې دفتر کي هره ورځ دسلو په شاوخواهمدابندیان موجود وي. چې له ایران او افغانستانه راځي٬٬

دپاکستان دمرکزي پلټنود ادارې په بلوچستان کي مشرشکیل درانی هم دا مني چي په تیرو څوکلونوکي په انساني قاچاق کي زیاتوالی شوی، خودده په خبره حکومت هڅه کوي چې ددې دمخنیوي لپاره ترخپل وس زیات کار وکړي.

که څه هم سرکاري چارواکي وايي دانساني قاچاق دمخنیوي لپاره يې دپخوا په پرتله کارتیز کړی، خودبشري حقوقودکمیسیون مشران وايي لاهم کار نه دی شوی. او دکوم تیزوالي چي سرکاري چارواکي ذکر کوي، ددوي په خبره په دې سره يې په هیڅ صورت مخنیوی نشي کیدای .
XS
SM
MD
LG