د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډيویډ کیمرون به نن د برتانوي پارلمان پوښتنو ته مخامخېږي


د برتانییا وزیر اعظم ډیویډ کیمرون نه به نن په پارلیمان کې پوښتنې کيږي چې د خبري ادارې نیوز کارپوریشن د ټيلي فوني معلوماتو د پټولو رسوايي سره تړلې دي. د دې ادارې مشر روپرټ مرډاک دې

کیمرون چې خپله د افریقا دوره یی را لنډه کړه، امکان دی په دې اړه ترې پوښتنې وشي، چې ولې یی د خبري ادارې ورځپاڼې د نیوز آف دې ورلډ پخواني ایډيټر اینډي کولسن ته نوکري ورکړه، د دې نه پرته چې دغه ورځپاڼه د دې رسوايي یا سکینډل له وجې بنده شوې.

په اتیا کلن مرډاک باندې د نهې په ورځ یو مظاهره کونکي حمله وکړه کله چې هغه د خپل زوي سره پارلیمان ته حاضر شوی وو . هغه د پارلیماني کمیټي نه د ورځپاڼې په کړو بښنه و غوښته خو د استعفی ورکولو نه یی انکار وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG