د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:د ماین چاودنې پنځه طالب اورپکي وژلي


د جنوبي وزيرستان په شکۍ سيمه کي د سړک غاړي په يوه بمي چاودنه کي لږ تر لږه ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او دري نورژوبل دي.

د پاکستان د استخباراتي چارواکو له مخي دا پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چي نن سهار د شکۍ په پيرخيل سيمه کي د ځايي وسله والو طالبا نو نه يو ډک ګاړي په لاره باندي تيريدو چي د ماين ښکار شو.

د وژل شوو اورپکو تعلق د طالبانو د مولوي نذير ډلي سره دي.

چارواکي زياتوي په وژل شوو کي يو تن د مولوي نذير د نږدي ملګري
تا صيل خان زوي دی، نوموړی له سیمي څخه د ازبک اورپکو په ويستلو کي هم لوی رول لري.

د مشال ريډيو خبريال زياتوي چي د جنوبي وزيرستان په سره روغه سيمه کي هم دامنيتي سرتيرو او وسله وال طالبانو ترمنځ نښته شوې چې په کي يو تن وژل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG