د لاسرسي ځای

تازه خبر

پپیټریاس په افغانستان کې د زیاتېدونکي تشدد په منځ کې مشري سپاري


رپورټ: قاسم خان مندوخېل


پراګ
- پيټریاس، په افغانستان کې تر یو کاله، د امریکا په مشرۍ کې د بهرنیو ځواکونو مشر پاتې شوی دی او اوس به د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې د مشر په توګه خپله دنده سمبالوي.

پیټریاس د افغانستان په پلازمېنې کابل کې، د ځواکونو کمانډ نوي کمندان جنرال جان الن ته سپارلی دی. تېره ورځ، د افغانستان د بامیان ولایت د امنیتي چارو مسوولیت افغان ملي اردو ته سپارل شوی دی.

په دې ډول بامیان د افغانستان لومړۍ سیمه شوه چې امنیت یې افغان ملي ځواکونو په خپل لاس کې اخیستی دی. د واک د سپارلو لړۍ، د پلان تر مخې د ۲۰۱۴ز کال تر پایه بشپړېږي.

زیاتېدونکی تشدد

په افغانستان کې دیويډ پيټریاس په داسې حال کې خپله کمانده سپاري چې په هیواد کې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي،بیګا شپه د ولسمشر کرزي نژدې ملګری او د هغه سلاکار د اورزګان پخوانی والي جان محمد خان د هغه په کور کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.دا په یوه اونۍ کې دننه دیوه پېښه ده چې په لومړۍ هغه کې دکرزي ورور او د کندهار د ولایتي شورا مشر احمدولي کرزی هم په خپل کور کې د خپل یوه پخواني ساتونکي لخوا ووژل شو.

مخه ښه او ویاړنې

ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي کمندان جنرال ډیویډ پیترویس کارونه وستایل او هغه ته یې د غازي محمد اکبرخان دولتي میډال ورکړ.

د ولسمشر د ویندوی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر ډیویډ پیترویس ته دغه میډال د دې لپاره ورکړ، چې نوموړي په افغانستان کې د خپل ماموریت په مهال په امنیتي چارو کې ګړندۍ هلې ځلې کړي دي.

په افغانستان کې د ډیویډ پیترویس ماموریت پای ته رسیدلی او نوموړی د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر په توګه ټاکل شوی.
XS
SM
MD
LG