د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې د تازه میوو مارکیټ پرانیستل شو


Afghanistan:Mehtrlam vegetable market
Afghanistan:Mehtrlam vegetable market


بازمحمد عابد جلال اباد

د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې ( یواېس ایډ) د ایډیا نیو پروګرام لاندې د شپږ سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د تازه میوو او سبزیجاتو مارکیټ بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ایډیا د دفتر یو تن مسوول سید نوراحمد سادات د دې مارکیټ په اړه خبریالانو ته وویل، دغه مارکیټ د یو اېس ایډ په مالي مرسته جوړ شوی دی چې د دې مجموعي بودیجه شپږ لکه او لس زره امریکايي ډالر کیږي. ټول ۷۴ دوکانونه لري، دوکانداران په کې په خپلو کارونو بوخت دي. او د دې مارکیټ د جوړیدو عمده هدف دا دې چې موږ غواړو چې دهقان له مارکیټ سره وصل کړو چې هغوی یو مناسب ځای پیدا کړي او دې بازار ته وده ورکړي. کوم سهولتونه چې په مارکیټ کې په کار وي هغه ټول په دې مارکیټ کې شته.٬٬

د مهترلام ښاروال مقیم نیازی د لغمان ولایت د اقتصاد د پياوړتیا له پاره دغه مارکیټ ګټور وباله.
"په دې مارکیټ مې مو د داوطلبۍ په شکل خلکو ته دوکانونه ورکړي دی. هغه دوکانونه چې دروازې ته نیږدې دي، د هغو کرایه شپږ سوه افغانۍ ده او هغه چې په منځ کې دي د هغو کرایه پنځه سوه افغانۍ ده. مخکې له دې دا مارکیټ په یوه تنګ ځای کې و، موږ غواړو چې بازار ته پراختیا ورکړو. مخکې دوکاندارنو دې مارکیټ ته راتګ نه خوښوو. خو اوس چې دلته راغلي دي ډیر خوشحاله دي."


د شاه جهان په نوم یو دوکاندران چې تازه میوې له کابل، جلال اباد او پيښور نه راوړي، خوښ و چې په نوي مارکیټ کې د دوکان خاوند شوي دی.

یاده دې وي چې د لغمان ولایت اوسیدونکي د مارکیټ په جوړیدو خوښ و او ویل یې چې د دې مارکیټ له برکته به د لغمان ولایت د تازه میوو او سبزیجاتو په تولیداتو کې پراختیا راشي او د خرڅلاو کچه به یې لوړه شي.
XS
SM
MD
LG