د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سپین بولدک کې د موټر په ټکر کې درې کسان وژل شوي


نن تر غرمې وړاندې د کندهار سپين بولدک پر لويه لاره د موټرو د ټکر له امله درې تنه وژل شوي او شپږ نور زخمي شوي دي .

په زخمي شويو کسانو کې دوې ښځې هم شاملي دي چې د يوې روغتيايي حالت پکې نازک ښودل شوى دى .

د کندهار د ټرافيکو امير محمد الله خان وايي چې پېښه د کندهار سپين بولدک پر لاره د بزو څوکۍ په سيمه کې شوې ده . او دا مهال يې قربانيان د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کندهار سپين بولدک پر لويه لاره وخت نا وخته ټرافيکي پېښې کېږي چې لامل يې د موټرو ګړندى تګ او د چلوونکيو بې پروايي ښودل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG