د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام آباد کې پرښځوتر بلوچستان زیات تشدد کېږي



خدای نورناصر کوټه


دعورت فاونډیشن په نامه يوغیرسرکاري سازمان دښځولپاره کارکوي. داسازمان هرکال په ټول پاکستان کي دښځوپروړاندي دتشدد پېښو رپوټ خپروي. سږ کال يې دټول پاکستان رپوټ هم خپورکړی. او ترهغه وروسته يې دبلوچستان په اړه رپوټ هم تیره ورځ په کوټه کي خپور کړ.

په دې رپوټ کي وايي د۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ په مقابله کي په ۲۰۱۰ میلادي کال کي دښځوپرضددتشدد پېښي کمي شوې. دیادشوي غیرسرکاري سازمان عورت فاونډيشن يومشراشفاق مینګل ددې رپوټ په اړه وايي؛
اوس چي د ۲۰۱۰ میلادي کال رپوټ موږ وړاندي کړ، په کي ښکاري چي په پاکستان کي دښځوپرضد دتشدد ترټولوکمي پېښي په بلوچستان کي شوې دي.زه به تاسو ته ووایم چي داټول هغه کیسونه دي چي په رسنیوکي چاپ شوي.

نه يواځي دا بلکې ددې سازمان یادشوي مشرادعاوکړه، په ۲۰۱۰ میلادي کال کي په ټول بلوچستان کي دښځوپرضددتشدد دومره پېښي شوې نه دي لکه يواځي په اسلام اباد کي چي شوې دي. دا څه ډول کیدای شي چي په شاته پاته صوبه کي دي دښځوپرضددتشدد دومره پېښي نه کېږي، لکه په يوه پرمختللي ښار اسلام اباد کي چي کېږي. اشفاق مینګل يې په ځواب کي وویل؛
هو موږ پخپله حیران يو چي په وفاقي پلازمېنه کي دي دومره پېښي کېږي. او دلته په بلوچستان کي چي يوه شاته پاته صوبه ده په هغه کي دي کم وي. دا دحیرانتیا خبره ده. خوله دې څخه داهم څرګندېږي چي زموږپه پلازمېنه کي دا حال دی، نو موږ ته په دې لړکي نور هم کارکول په کار دی؛

دعورت فاونډيشن له خوا وویل شوو، په ۲۰۱۰ میلادي کال کي دداسي پېښو چي په ښځودي تشدد شوی وي، دپولیسو له خوا دوي دتفصیل ورکولوڅخه صاف انکار وشو. او ددوي په ويناکیداي شي په ۲۰۱۰ کي به داسي پېښي شوې وي، چي له دوي سره درج شوې نه دي

. دهمدې سازمان يوبل مشرعلاوالدین خلجي وايي؛ موږ ته په ۲۰۱۰ میلادي کال کي دپولیسو له خواځکه انکار وشو چي په ۲۰۰۸ کي دپولیسومشرانو ددوي په رپوټ نیوکې کړې وې. ځکه چي دوي دتشدد پېښي کمي ګڼلې وې او زموږ سره زیاتي وې. له هغه راهیسي دوي زموږ سره په ضد دي. او دادی چي تیرکال يې صاف انکار راته وکړ؛

داچي په بلوچستان کي په رښتيا هم دومره کمي پېښي شوې، او که دې سازمان رپوټ کړې نه دي. دامي ديوبل غیرسرکاري سازمان له ښځينه غړې عائشه ودود څخه وپوښتل؛

زه دا وایم چي دداسي پېښوسره يوځاي کول او له هغه څخه ریکاډ جوړول دا يوډيرمثبت کار دی. له دې څخه موږ ته خپلي څیرې ښکاري. لاکن له دې سره سره په دې رپوټ کي ډیر داسي څه شته چي هغه رپوټ شوي نه دي. تردې ډير زیات دتشدد پېښي کيږي، څومره چي په دې رپوټ کي راغلي دي؛

دعورت فاونډیشن له خوا په دې کلني رپوټ کي ویل شوي. په بلوچستان کي په ۲۰۱۰ میلادي کال کي دښځوپروړاندي دتشدد ټوله ۷۹ پېښي شوې. چي په کې دغیرت په نامه د وژلو ۳۶، دخودکوشۍ ۸ ، دجنسي تيري ۶ اوتیزاب پاشلو ۲ پېښي شوې دي.
XS
SM
MD
LG