د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د نجونو انټرنیټي زده کړې


Afghanistan:Media house Nangrahar
Afghanistan:Media house Nangrahar

بازمحمد عابد جلال اباد

که له یوه پلوه په ننګرهار کې د ګرمۍ له وجې ښوونځي رخصت شوي دي نو له بله پلوه ګڼ شمیر ښځینه زده کوونکي وړیا انټرنیټ مرکزونو ته ورځې او د خپلې پوهې کچه لوړوي.

د ننګرهار د رسنیو کور ته هم یوه ډله نجونې هره ځي او د انټرنیټ له لارې د افغانستان او نړۍ له مسایلو ځانونه خبروي.


یوه نجلۍ وايي، چې د انټرنیت له برکته یې د مالوماتو د حاصلو تر څنګ خپل کلتور سره هم اشنايي پیدا کړې ده.
(( نوم مې غوټۍ ده او د بي بي حوا د ښوونځي زده کوونکی یم. موږ هره ورځ له یولسو بجو څخه تر دولسو بجوپورې درس وایو. دلته روزانه راځو او خپل مشکلات حلوو. غواړو چې د نړۍ د ګوټ ګوټ نه خبر شوو. یعنې د رسنیو کور یا میډیا هاوس ته راځو او خپل مشکلات د نیټ له لارې حل کوو. غواړو چې د خپل کلتور او خپل وطن په اړه مالومات ولرو.))

خو یوه بله نجلۍ وايي، نه غواړي چې رخصتي یې په کور تیره شي.
(( نوم مې شازیه ده، په لسم ټولګي کې زده کړې کوم او فعلاٌ په جلال اباد ښار کې اوسیږم. اوس زموږ ښوونځی رخصت دی او د رسنیو کورته د تازه مالوماتو د حاصلولو په خاطر راځم. کوم مشکلات چې موږ په درسي ساحه کې ولرو هغه د انټرنیټ له لارې حلوو. اوس ډیر پرمختګ شوی دی او هر څوک کولای شي چې د انټرنیټ له لارې خپل مشکل حل کړي.))

د ننګرهار د رسنیو د کور یو تن مسوول صیام الدین پسرلی وايي چې د میرمنو له پاره یې نه یوازې دا چې د انترنیټ اسانتیاوې برابرې کړې بلکې هغوی ته یې د انټرنیټ د زده کړو په خاطر استاد هم ګمارلی دی.
(( کومې ښځې چې دلته راځي او خپلې زده کړې کوي نو موږ دوی ته دا سهولت برابر کړی چې په یوه ورځ کې یوه یا دوه ګنټې دلته راشي او دلته له انټرنیټ څخه استفاده وکړي، د دوی له پاره یو استاد هم استخدام کړی چې دوی ته د انټرنیټ په برخه کې زده کړې ورکړي.))

دی زیاتوي،چې د رسنیو د کور دروازه د ټولو فعالو ژورنالستانو پر مخ خلاصه ده چې خپل روزمره کارونه د رسنیو د کور له امکاناتو څخه تر سره کړي.

هیره دې نه وي چې ننګرهار ته د علم او ادب ځانګو ویل کیږي ځکه خو یې اوسیدونکي له علم سره مینه لري تر دې چې نجونې هم دا هیله لري چې پرمختللی ټکنالوجۍ ته دې لاره ومومي.
XS
SM
MD
LG