د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طرابلس په ختیځ کې چاودنې


د لیبیا د پلازمېنې طرابلس په ختیځ کې بېګا د شپې چاودنې اورېدل شوې دي.

تر نیمې شپې وروسته په طرابلس کې د اور رڼا او تر هغې وروسته لوګي لیدل شوي دي. تر دې مخکې د شنبې په ورځ، لیبیايي مشر معمر قذافي ویلي د خپل پلار نیکه ځمکه به هیڅ کله پرېنږدي. نوموړي دا خبرې تر هغې وروسته کړې دي چې په نړیوال کچ هغه ته د خپلې دندې د پرېښودو ویل شوي او یاغیانو د هغه د لرې کولو لپاره خپل کیمپېن نور ټینګ کړی دی.

د جمعې په ورځ امریکا په لیبیا کې د عبوري ولسي شورا په رسمي ډول وپېژنده او د تورکیې په استنبول کې د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن خبریالانو ته وویل: ((تر هغې چې لنډ مهاله حکومت نه وي جوړ شوی، امریکا عبوري ولسي شورا په لیبیا د حکومت کولو قانوني واکدارې په توګه پېژني، او موږ به له هغوی سره په همدې اساس چلن کوو. په برعکس ډول، امریکا د قذافي رژیم په لیبیا کې د حکومت کولو لپاره نور قانوني واکدار نه ویني.)) همدا مهال، یاغیان وايي د هېواد په ختیځ کې د برېقه په سیمه کې پرمختګ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG