د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري ایران ته تللی دی


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د ایرن په سفر تهران ته رسېدلی دی.

نوموړی هلته د خپل ایراني سیال محمود احمدي نژاد او د ایران له مذهبي مشر علي خامنای په ګډون له نورو چارواکو سره ګوري.

ایراني چارواکو د خبرو د اېجنډې لږ تفصیل ورکړی دی. په اسلام اباد کې د تهران سفیر ماشا اله شاکري ویلي د دواړو هېوادونو مشران به په دوه اړخیزه اړیکو او سیمه ییزو مسلو خبرې کوي.

له یوې میاشتې لږه موده شي چې زرداري تهران ته د ترهګرۍ پرضد په جوړې شوې سرمشریزه کې د ګډون لپاره تللی وو. هلته پاکستان او ایران په دې سلا شوي ول چې له افغانستان سره د اورپکو پر ضد جګړې لپاره به همکاري کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG