د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر د بهرنیو چارو د وزیر استعفا منل شوې


د مصر دولتي ټیلي وېژن وايي د دې هېواد وزیر اعظم عصام شرف د بهرنیو چارو د وزیر محمد الاورابي استعفا منظوره کړې ده.

شرف له سیاستوالو سره په کابینې کې د هغه بدلون په اړه مشورې کوي چې تېره اوونۍ یې ژمنه کړې وه. تېره اوونۍ، مصریانو بیا د هېواد د پلازمېنې قاهرې په مرکز کې احتجاج پیل کړی وو چې پر حکومت فشار زیات کړي چې اصلاحات ژر راولي او د پخواني ولسمشر حسن مبارک چټکه عدالتي مقدمه وکړي. حسني مبارک د فبرورۍ په میاشت کې له خپلې دندې د ولسي پاڅون له کبله لرې کړل شو. شرف ښايي نن د خپلې نوې کابینې اعلان وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG