د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صدام حسین د دوو ورڼو په ګډون پینځو کسانو ته د مرګ سزا


د عراق یو چارواکی وايي، په یوه میاشت کې دننه به د عراق د پخواني حکومت د درې لوړ پوړي مشران او د صدام حسین دوه میرني ورونه پانسي (اعدام) کړل شي.


د عراق د انصاف د چارو وزارت ویاند حیدر السعدي وايي، په دې ډله کې د صدام حسین دوه میرني وروڼه، وطبان ابراهیم حسن، صباوي ابراهیم التکریتي، د دفاعي چارو پخوانی وزیر سلطان هاشم احمد، پخواني پوځي جنرالان حسین راشد التکریتي او عزیز صالح سلطان شامل دي. دا پینځه واړه کسان امریکايي پوځ، د پنجشنبې په ورځ حکومت ته وسپارل. دوی له هغو ۲۰۶ مهمو نیول شویو کسانو دي چې د امریکا پوځ د روان زېږیز کال تر پایه، له دې هېواده تر وتو مخکې، عراقي حکومت ته سپارلي دي. یادو شویو پینځو کسانو ته په بېلا بېلو معاملو (کېسونو) کې د مرګ سزا اورول شوې ده. د عراق د قانون تر مخې، د مرګ د سزا ورکولو اجازه باید هرو مرو، د هېواد ولسمشر یا بیا د ده مرستیال ولسمشران ورکاندي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG