د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه پوځیان امریکا ته روان شول


کابل: امریکايي سرتېري الوتکې ته سپرېږي. له افغانستانه ۶۵۰ امریکي سرتېري د اوباما د پلان ترمخې خپل هېواد ته ستانه شول
کابل: امریکايي سرتېري الوتکې ته سپرېږي. له افغانستانه ۶۵۰ امریکي سرتېري د اوباما د پلان ترمخې خپل هېواد ته ستانه شول
ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

سرچینه: رويټرز خبري اژانس

پراګ
- په افغانستان کې امریکايي پوځي چارواکي وايي له هغو ۱۰۰۰۰ سرتېرو چې سږ کال له افغانستانه ووځي، ترې لومړي ۶۵۰ سرتېري امریکا ته ستانه شوي دي.

په دې ډول له افغانستانه په ورو ورو د امریکايي سرتېرو وتل پیل شوي چې په ۲۰۱۴ز کال کې به دا عمل بشپړ شي.

چارواکي وايي له شمالي مغربي پروان ولایته لومړی امریکايي سرتېري وتلي دي او پرواز یې کړی دی.

د چارواکو په خبره دا سرتېري د چارشنبې په ورځ تللي دي او د دوی ځای به نور پوځیان نه نیسي.

د جون په میاشت کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما په خپل هېواد کې د سیاسي مخالفت له زیاتېدو سره، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پلان اعلان کړ.

دا پلان د هغه مهال وېش پرتله چټک دی چې د امریکا پوځ یې وړاندیز کړی وو.

لیفټیننټ کرنل واین پیري ویلي ۶۵۰ سرتېري چې په افغانستان کې یې خپله دوره بشپړه کړې ده.

په افغانستان کې له شا و خوا یوې لسیزې راهیسې جګړه روانه ده.

په افغانستان کې د ناټو اتحاد په مشرۍ کې د نړیوال سوله ساتي ځواکونو یوه ویاند لیفټیننټ کرنل واین پیري ویلي ۶۵۰ سرتېري چې په افغانستان کې یې خپله دوره بشپړه کړې ده، د چارشنبې په ورځ، د پلان ترمخې، امریکا ته ستانه شول.

هغه ټولي چې له افغانستانه وتلي دي د پوځ قامي ګارډ اول سکواډرن، ۱۳۴ کیولري رېجمنټ، چې په کابل کې دي، او د پوځ د قامي ګارډ اول سکواډرن، او ۱۳۴ کیویلري رېجمنټ چې په پروان ولایت کې ول، امریکا ته ستانه شوي دي.

د روان اوړي پر مهال، افغان ملي امنیتي ځواکونه به د هېواد په اووه سیمو کې د امنیت چارې، له بهرنیو سرتېرو په خپلو لاسونو کې واخلي.

افغان ځواکونه به د ۲۰۱۴ز کال تر پایه د هېواد د امنیت ټوله ذمه واري په خپلو لاسونو کې واخلي.

د اوباما د پرېکړې ناقدین وايي، له افغانستانه د وړاندیز پرتله په چټکۍ د ځواکونو ایستل ښايي د هېواد په ختیځ کې د یاغیانو پر ضد بل لوی جنګ اغېزمن کړي.

له افغانستانه د ځواکونو ایستل پر داسې مهال پیل شوي، چې جګړه ډېره شدیده ده.

د ترهګرۍ پر ضد د جګړې له پیلېدو راهیسې تر اوسه په افغانستان کې له ۱۵۰۰ زیات امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG