د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د متوسطې طبقې انتهاپسندي


پاکستاني بولیس مشکوک طالبان خبري کنفرانس ته بیايي . نېټه ۲۰ مه مې کال ۲۰۱۱
پاکستاني بولیس مشکوک طالبان خبري کنفرانس ته بیايي . نېټه ۲۰ مه مې کال ۲۰۱۱
د امريکا فارن پالېسي مجله د پاکستان د متوسطې طبقې د انتهاپسندۍ تر عنوان لاندې په ليکل شوې مقاله کې لیکي چې د امريکا په لوړه کچه د پالېسۍ جوړونکو هغه سوچ چې د معاشي پرمختګ له لاري شدت پسندي له مينځه وړل کیدای شي تر اوسه پوري دومرې سم نه دی ختلی.

په فارن پالېسي کې مقاله څلورو ليکوالانو لکه ګرائم بليئر، سي کرسټن فيئر، نيل ملهوترا او جيکب اين شابرو په ګډه ليکلې ده.

دوي وايي کله چې په کال ۱۹۹م کې القاعده په کېنيا او تنزانيه کې د امريکا پر سفارت خانو بمي بريدونه وکړل او له دې درې کاله وروسته يې ورلډ ټريډ سنټر په نښه کړ نو امريکا د ترهګرۍ د مخنوي لپاره اربونو ډالره ولګول او په زرګونو کسان يې قربان کړل.

له وخت سره سره پالېسي جوړونکو د ترهګرۍ د له مينځه وړلو لپاره معاشي پرمختګ ته پام واړاوو چې دا په دې برخه کې يو بنیادي رول لوبولای شي.

دوي په دې عقيده وو چې غريبان يا خو د اورپکو ډلو په لومه کې زر کښېوزي او يا بيا ډیر امکان دا وي چي پخپله تشدد ته لاس ور واچوي.

د دوي په فکر چې که چرته د معاشي پرمختګ له لارې د خلکو آمدن زيات شي نو متشدده سوچ او د اورپکو ډلو سره د دوي مرسته به له مینځه لاړه شي.

د ليکوالانو په وینا دا منطق د امريکا د لوړې کچې د پالېسۍ جوړونکو په ذهنونو کې سم پوخ و. د دوي په وینا په کال۲۰۱۰م کې ولسمشر باراک اوباما هم د دې دليل پر اساس غريبو هيوادونو ته نوري اقتصادي مرستې ليږلې وې. دا ځکه چې ډيري غريبي ټولني د ناروغيو، ترهګرۍ او شخړو لپاره غوره زمينه برابروي.

هم په دې کال کې د امریکا د بهرنيو چارو وزيرې هیلري کلنټن هم معاشي پرمختګ د امريکا د ملي امنيت د پالېسۍ یوه نه بېلېدونکې برخه و بلله.

خو تر دې هرڅه بيانولو وروسته څلور واړه ليکوالان وايي چې نن داسې هیڅ شواهد نسته چې وویل شي معاشي پرمختګ ياخو د اوپکو ډلو په اړه د خلکو په رويه کې بدلون راوستی دی او يا بيا دا وښي چې خپله د غريبانو رويې ستونزي زيږوي.

د دوي په وینا يو شمير پوهان وايي چې هغه خلک چې له ترهګرو ډلو سره ملګري کيږي په کې د زياترو تعلق له متوسطې یا شتمنو کورنیو سره وي.

ليکوالان د پاکستان او افغانستان مثال ورکوي چې امريکا او متحدينو ورته په اربونو ډالر د پرمختيايی مرستو په توګه ورکړي خو د دوي په وينا د اسلامي شدت پسندۍ د خوريدو په اړه يې په ظاهره هيڅ اثر نه دی لیدل شوی.

لیکوالان په پاکستان کې د خپلي یوې نظرپوښتنې یا سروې حواله ورکوي چې وګوری په رښتيا هم غريبان د مذهبي تندلاري د جوړيدو زیات ګنجائش لري.

دوي له سروې څلور نتیجې را باسي چې د دوي په خبره هغه عام سوچ کمزوری کوي چې وايي په پاکستان کې خلک د شدت پسندۍ ملاتړ کوي.

د دوي په وينا په سروې کې برخه اخستونکي شپږ زره کسانو د اورپکو ډلو په اړه عمومي نظر منفي وو یعني پاکستانیان اورپکي نه خوښوي.

د سروې دومه نتیجه دا ده چې د پاکستان په هغو سيمو، په تيره بيا په خيبر پښتونخوا کې چې په کې تشدد زيات دی خلک بيخي شدت پسنده ډلي نه خوښوي.

دريمه خبره داده چې متوسطه طبقه چې لږ څه د اورپکو ډلو په اړه مثبت نظر لري د دې طبقي په مقابله کې نور پاکستانیان دوه چنده زيات شدت پسنده ډلي نه خوښوي.

د فارن پالېسي د څلور واړه ليکوالانو د سروې آخري نتيجه ښايي چې د شدت پسندو ډلو د نه خوښولو دا احساس تر ټولو زيات د ښاري سیمو په طالبعلمانو کې دی.

بل خوا د برتانې ډيلي ټيلي ګراف د افغانستان د پوځ د ښځینه پائلټي، چې دا وخت د تربيت لپاره امريکا ته رسېدلې ده په اړه رپورټ خپور کړی دی.

ورځپاڼه وايي د دې ښځي پائلټ جوړيدل به کيدای شي د افغانستان غوندي قدامت پسنده هيواد کې د خلکو د ښځو په اړه رويه بدله کړي.

ورځپاڼه د امريکا د سان انټونيو د ليکلينډ فضايی اډه باندي د افغانستان د پوځ د يوه چارواکي له خوا له خبريالانو سره د شوو خبرو حواله ورکوي چې وايي دوي به په افغانستان کې د نورو ښځو لپاره هم ورته دروازې خلاصوي.

دده په وینا د نورو ښځو لپاره داسي لاري خلاصول د دوی لپاره ډيره لويه خبره ده.

نوموړي زياته کړه هغه ښځي چې فکر کوي چې پائلټي نه شي جوړيدلای ورته دا ښودل غواړو چې تاسو هم جوړیدلای شی.

ورځپاڼه وايي چې د امريکا له لوري د طالبانو د حکومت تر نسکوريدو وروسته ښځو د تعليم ، ووټونو او د کار کولو په برخه کې خپل بنيادي حقونه تر لاسه کړي دي. د ورځپاڼې په لیکنه دا هغه څه دي چې شدت پسنده ډلي يي غير اسلامي بولي.

خو د ډيلي ټيلي ګراف په لیکنه ښځي په داسي حال کې له يو غير يقيني حالت سره مخامخ دي چې د بهرنيو هیوادونو مشران په افغانستان کې لس کلنه جګړه و پای ته د رسولو لپاره له طالبانو سره خبرې اترې کول غواړي.

ځیني څېړونکي خبرداری ورکوي چې دا کیدای شي د ښځو د حقونو په برخه کې يو ګام پر شاتګ وي
XS
SM
MD
LG