د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احمد ولي کرزي په فاتحه کې ځانمرګي برید پنځه تنه وژلي دي


افغان چارواکي وایي، یوه ځان وژونکي نن په کندهار کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي د فاتحې د مراسمو پر مهال ځان والوزاوو چې ولسي خلک یې ووژل.

د دې پېښې په اړه د کندهار د رسنیو د دفتر خبرپاڼه لیکي ، په پیښه کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپي شوي دي . په وژل شوو کې د کندهار د علماوو د اصلاحاتي شورا مشر مولوي حکمت الله حکمت هم شامل دی.

او د خرقې مبارکې امام مولوي عبدالباري په دې پېښه کې ټپي شوی دی.

د افغانستان د کابینې یو شمیر غړیو په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه خو له پیښی خوندي راوتلي دي.
دا چاودنه یوه ورځ وروسته تر دې وشوه چې حکومتي چارواکي د کندهار په یوه بل جومات کې د کندهار د ولایتي شورا د مشر احمد ولي کرزي د فاتحې لپاره راغونډ شوي وو.

پرون د ولسمشر کرزي د ورور د خاور ته سپارلو په مراسمو کې د ګډون لپاره پر څو حکومتي چارواکو چې کندهار ته روان وو د بمي بریدونو هڅې وشوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG