د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان مسلې هوارول غواړي، ګیلاني


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د بلوچستان د وزیر اعلی اسلم ایساني سره
د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د بلوچستان د وزیر اعلی اسلم ایساني سره

رپوټ: خدای نور ناصر

د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضاګیلاني د نهې په ورځ د وفاقي کابینې د څلوېښتو وزیرانو او هم دومره وفاقي سیکیټریانو سره کوټي ته رسیدلی .

وزیراعظم ګیلاني تیرماښام په ګورنر هاوس کي دپيپلزګوند د غړيو يوې غونډي ته دخبرو پروخت وویل، له ټولو ناراضه بلوڅوسره به بیا هم خبري کوي. او هم يې په بهر هیوادونو کي په بلوڅ ملت پالو ږغ وکړ، خپل هیواد ته دي راشي، او ټولي ستونځي دې دخبرو له لاري هواري کړي.

وزیراعظم ګیلاني زیاته کړه، پاکستان له ټولو څنګلوریو هیوادونو سره ښې اړيکي غواړي.

او دده په خبره پرامنه افغانستان دپاکستان په ګټه دی. دپاکستان وزیراعظم په خپلو خبروکي وویل.

امریکه باید پاکستان دافغانستان دسولي په خبروکي ګډ کړي. او وايي که يې ګډ نه کړي، پاکستان به له سختوستونځوسره مخ شي. دکابینې ترغونډي مخکي دپاکستان بیت المال ترسیوري د سويټ هوم په نامه په يوې غونډه کي وزیراعظم ګیلاني وويل ، په بلوچستان کي د تعلیم د ودي او پرمختګ لپاره به د دوي حکومت کارکوي.

ګیلاني زیاته کړه چي تعلیم ته وده ورکړل شي، نوددې سیمي دخلکواحساس محرومي به ختمه شي.

او دوي ته به د روزګار مواقع هم زیاتي شي. او دوي بیا کولی شي چي دپاکستان او هم دبلوچستان دترقۍ لپاره کار وکړي، او په خاصه توګه به ی دوي د دې صوبې لپاره په کار راولي.

له دې سره دکابینې په غونډه کي چي په اغاز حقوق بلوچستان پيکیج باندي پکې خبري کيږي. وزیراعظم ګیلاني وویل دهمدې پيکیج اعلان يې ځکه وکړ، چي دده په وینادبلوچستان دوګړيواحساس محرومي ختمه شي.


وزیراغظم ګیلاني د کابینې په غونډه کي وویل، داځکه چي دهغه غلطيو ازاله وشي، چي تیرحکومت دلته ددې صوبې خلکوته خپل حقوق ورکړي نه وو.


په دې برسیره چي دوي له ډول ډول نګونو او مسلو سره مخ شول، خودوي بیا هم دبلوچستان دخلکواحساسات هیرنه کړل. اود دوي حکومت دبلوچستان له خلکو سره کړي لوظونه هم تر ډيره ځايه پوره کړي، چي دحکومت د ذمه واریو دقبولولو پروختی کړې وو.

وزیراعظم ګیلاني دکابینې غونډي ته وویل له دې سره چي دوي يوسخت وخت تیرکړ، خو دده په وینااوس ددې جوګه دي چي خپلي ذمه وارۍ په بشپړه توګه پوره کړي.


ګیلاني زیاتوي ، دوي خپلي ذمه وارۍ په مکمله توګه پوره کول غواړي. دوي اوس آئيني، اقتصادي ، سیاسي او دانتظامي اصلاحاتو له لاري دمهمو ستونځو دهوارولو قابله شوي دي.


ددې پيکیج له لاري وفاقي حکومت امرکړی دی. چي دمستقیل ټول اقتصادي ، سماجي او تعليمي ترقۍ لپاره تیارکړل شوي میګا یا لويي پرووژې دي دصوبائي حکومت په خوښه تیاري کړل شي.


وزیراعظم سید يوسف رضاګیلاني کابینې ته باور ورکړ، چي په راتلونکيو ورځو کي به په بلوچستان پيکیج په عملي توګه نور هم کار تیز شي.


او زیاته يې کړه چي ډير زر به دبلوچستان اوسېدونکي هم خپل ځان په هغه ځاي کي وويني، چيري چي دده په خبره دنورو صوبو اوسېدونکي دي.
XS
SM
MD
LG