د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احمد ولي کرزی د افغانستان په سیاسي چارو کې رول


افغان ولسمشر حامد کرزی د خپل ورور احمد ولي کرزی سره
افغان ولسمشر حامد کرزی د خپل ورور احمد ولي کرزی سره
سرچینه: نیویارک ټایمز
ژباړه: بشير ګواښ

په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې احمد رشيد ليکي، چې له ډيره وخته راهيسې د امريکه او ناټو لوړ پوړو چارواکو غوښتل چې په جنوبي افغانستان کې دې يو قامي سياست وال او د ولسمشر حامد کرزي ورور، احمد ولي کرزی يوې خواته شي.

د ليکوال په وينا کيدای شي د نړيوالو دا هيله پوره شوي وي خو د هغه وژنه د افغانستان لپاره ښه نه ده.


د پنځوو بچو پلار او ۴۸ کلن احمد ولي کرزی د کندهار ولايتي شورا د مشر ترڅنګ په افغانستان کې د خپل ورور ولسمشر حامد کرزي يو باوري کس وو، چې د احمد رشيد په وينا د ولسمشر لپاره يې د هيواد ټول جنوب چلاوه.


په نيويارک ټايمز کې راغلي، چې د ولي کرزي مرګ د افغانستان په يوه مهمه برخه کې سياسي تشه رامنځته کړي، چې د طالبانو خلاف په جګړې، د امريکايي پوځيانو په وتلو او د وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو د هلو ځلو لپاره يوه مهمه مرحله ګڼل کيږي.

ورځپاڼه ليکي چې ولي کرزي په دې دريواړو کارونو کې فعاله وو. هغه د ولسمشر کرزي د واک د پراخوالو لپاره په جنوب کې مهم رول لوباوه، د بيلابيلو قامو نو په اړه د پراخه معلوماتو د درلودو په لړ کې يې د امريکايانو او برتانويانو سره مرستې کولي او لومړی مهم افغان سياست وال وو، چې په ۲۰۰۷ کال کې يې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره د طالب وسله والو سره خبرې پيل کړي.

احمد رشيد ليکي، چې پر ولي کرزي د مخدره توکو د قاچاق وړونکو يا سمګلرانو د ملاتړ او په جنوبي افغانستان کې د بيارغونې د کارونو د تر سره کوونکو سره په کاروبار کې د شریکوالۍ او د ځينو قامونو سره د ناروا سلوک تورونه وو، خو نوموړي دا ټول تورونه ردول.

د مقالې ليکوال احمد رشيد وايي چې هغه ولي کرزي له ۲۰۰۱ کال دمخه کله چې نوموړی په کوټه کې اوسيده، پيژنده.

د احمد رشيد په وينا کله چې حامد کرزي د طالبانو د واکمنۍ له چپه کيدو وروسته افغانستان ته ننواته نو ولي کرزي ورته د وسلو او خوراک اخيستو لپاره پیسې ورکړي وي.

د نيويارک ټایمز په دې مقاله کې راغلي چې ولي کرزی د حامد کرزي له مشر کيدو وروسته کندهار ته لاړ چې ډيرو خلکو يې شتون عادي وګاڼه. هغه ډير زر د کندهار د ولايتي شورا مشر وټاکل شو.

که څه هم د نوموړي پوسټ د کندهار د مهم ولايت له والي ډير کم وو خو د امريکايانو او د کابل سره قوي اړيکو په مرسته يې ډير زر د افغانستان په جنوبي ولايتونو کندهار، هلمند، زابل او اروزګان کې دومره اثر او رسوخ پيدا کړ چې خبره يې د قانون برابره وه. له همدې وجې يې دوستان کم او دښمنان ډير شول.

د احمد رشيد په وينا هيڅوک به هم د ولي کرزي د ځای ناستې په توګه هغومره پياوړی او ښه نه وي لکه څومره چې د افغان ولسمشر کرزي دغه وژل شوی ورور وو.
XS
SM
MD
LG