د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه وروستو د امریکا او پاکستان اړیکې


د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني

سرچینه: فارن پالیسی
ژباړه: ملیحه امیرزاده

په فارن پالیسی مجله کې لیکوال ملټ بیرډن لیکي په ایبټ آباد کې د امریکایی چاپې په ترڅ کې د اسامه بن لادن د وژل کېدلو دوه میاشتې وروسته هم د پاکستان او امریکا تر مینځ تعلقات کړکیچن دي.

امریکا پاکستان ته د اتیا کروړو برابر مرستې د ځنډولو فیصله کړې ده او د امریکا د ګډو ځواکونو مشر ایډمرل مایک ملن چې په نیږدیو کې به یی دنده سر ته ورسیږي، دا هفته به د خپل پاکستاني سیال جنرال اشفاق پرویز کیاني سره لیده کاته کوي.

د لیکوال په خبره په داسې خرابو حالاتو کې دغه ملاقات یوه بده خبره نه ده. د دواړو هیوادونو مشران پر دې پوه کيدل شورو شوي دي چې د خپلو دلچسپیانو په لړ کې یوه نوې سیمه ایزه ملګرتیا جوړول پکار دي.

د دې نه مخکې چې د څه کولو لپاره وخت تېر شي. لیکوال زیاتوي پاکستان او امریکا ته له نوې سره د همکارۍ ضروروت دې. کوم به نه یواځې دا چې په افغانستان کې جګړه د ختمولو لپاره د دوي تر مینځ دوه اړخیزه تعلقاتو ته لاره برابروي بلکه د بحیره هند په سیمه کې په داسې حال کې د امریکا او پاکستان پالیسۍ اثر وکړي چې د معدنیاتو او اقتصاد یو نوې لویه لوبه یا ګریټ ګیم شورو کېدلو ته نیږدې ده.

لیکوال د دې ګریټ ګیم لپاره چین او هندوستان د مهم لوبغاړو په توګه یادوي. او لیکي چې د لوبې انعام به افغان او پاکستاني مهدنیات او د تجارت هغه لارې وي چې بحیره عرب ته رسیږي. د ملټ بیرډن په فکر په دې لړ کې د امریکا رول ډیر مهم او حساس دې خو تر اوسه امریکایی سیاسی چارواکو لخوا نا څرګند دې. چې په اخره کې به ورته خپل امنيتي او سیاسي پام د اټلانټک پر ځای د بحیره هند طرف ته اړول پکار وي.


لیکوال د پاکستان او د افغانستان د معدنیاتو ذکر کوي چې په دې کې تانبا، سره ، اوسپنه او نور داسې معدنیات چې په زمکه کې پټ وي ، شامل دي.

او دغه معدنیات به د 21مې پیړې دوران د هند او د چین اقتصاد لپاره یو مهم رول لوبولې شي. په مجله کې لیکل شوي افغان معدنیات چې د امریکا جیولاجیکل سروې یی د یو ټریلین ډالرو مالیت برابر ښودلي، د افغانستان د جنوبي برخې نه به د پاکستان د بلوچستان صوبې له لارې په بحیره عرب واقع د ګوادر نوې بندرګاه پورې رسیږي.

او دغه ځای نه به بیا دغه معدنیات د چین، هند او د غربي هیوادونو بازارونو ته ورسږي چې له امله به یی د پاکستان مایننګ صنعت او د ټرانسپورټیشن بنیادي ډهانچه نوره هم پراخه شي. او د بلوچستان خلکو ته به رزوګار هم تر لاسه شي.


خو لیکوال وایی د دې لپاره پکار ده چې پاکستان خپل زوړ فکر پریږدي چې هند یی دښمن دې او کوم وخت هم ورسره جګړه کيدای شي. بلکه که پاکستان د دې ګریټ ګیم برخه جوړېدل غواړي نو پکار ده پاکستان اول د امریکا او بیا د افغانستان او هندوستان سره ښه تعلقات جوړ کړي.


لیکوال ليکي د دې کار شوروعات به داسې کیږي چې د امریکا او د پاکستان استخباراتي ادارو سي آي اې او آی ایس آی تر مینځ ښه تعلقات جوړ شي. او زیاتوي دواړه خواوي دغه تعلقات بحالول ضروري ګڼي خو دا ورته یو ګران کار هم ښکاري. چې د امریکا او یا د پاکستان خلک یی ډیر کم ملاتړي دي.


د لیکوال په خبره جنرال ډیويډ پیټریس چې کله د افغانتسان نه لاړ شي او د سي آي اې چارې سنبال کړي ، وړومبې کار به یی دا وي چې د خپل پاکستاني سیال جنرال شجا پاشا سره وويني.

او زیاتوي دوي د نوې سر نه تعلقات جوړولې شي او پر دې فیصله کولې شي چې په کومو برخو کې اصلاح ته ضرورت دې او دا هم چې په ګډ هدفونو باندې رضا شي، او کار پرې شورو کړي. لیکوال ليکي دا به د دواړو لپاره یو سخت کار وي.
XS
SM
MD
LG