د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمد ولی کرزی ووژل شو


 د کندهار ولایت د ولایتي شورا مشر احمد ولي کرزی
د کندهار ولایت د ولایتي شورا مشر احمد ولي کرزی
د کندهار د ولايتي شورا ريس او د افغان ولسمشر حامد کرزۍ ورور احمد ولي کرزۍ نن سهار په کندهار کې ووژل شو.

د مشال ريډيو د خبريال له مخي داپيښه د کندهار ولايت په سره جامه سيمه کي رامنځ ته شوي، خبريال زياتوي د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي هم د دي پيښي پخلي کړي.


افغان ولسمشر حامد کرزی د خپل ورو د مرګ په اړه وویل دوي هڅي کوي په هیواد کې د داسې پیښو مخه ونیسي. او زیاتوي دا د افغانستان د خلکو ژوند دې ، او دغلته ټولو داسی غمونه لیدلي. حامد کرزی وویل، دوی به هڅي کوي، په افغانستان کې امن او ثبات راولي.

دپاکستان صدر اصف علی زرداری او وزیر اعظم سید یوسف رضا ګیلانی دافغانستان د ولسمشر حامد کرزي د ورور احمد ولی کرزی په وژنه د غمرازۍ څرګندونه کړیده.

دافغانستان دجمهوری ریاست نه په یوه خپره شوی وینا کی ویلی شوی، چی د پاکستان صدر او وزیر اعظم نن د افغانستان د ولسمشر سره په ټیلیفون خبری وکړی او د نوموړي سره دغمرازۍ ترڅنګ یی دغه ترهګر برید په کلکه وغنده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د ېوې خبر پاڼې په خپرولو سره د احمد ولي کرزي وژنه تایید کړې ده.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو، چې احمد ولي کرزی د ده د یو ساتونکي له خوا چې سردار محمد نومیږي په ډزو وژل شوی او وروسته په تېښتې بریالی شو.

د کرزی له کورنۍ څخه یوه سرچینه وايي، چې سردار محمد د عبدالقیوم کرزي له ساتونکو څخه و، چې د احمد ولي کرزي تر وژلو ورسته د ده د ساتونکو له خوا ووژل شو.

د دې سرچینې په وینا، اوه کاله کیږي چې سردار محمد د کرزي کورنۍ ته کار کاوه او د احمد ولي کرزي له ځانګړو غړو څخه یو و.


سردار محمد د شاوخوا ۱۲۰ ساتونکو قومندان و، چې د عبدالقیوم کرزي د یوې کلا د ساتلو زمه یې پر غاړه وه.


دا چې د دې پېښې علت څه و، دغې سرچینې یې له ویلو څخه ډډه کړې ده.
خو د افغانستان د ملي امینیت یو چارواکي ویلي، چې د کندهار د ولایتي شورا مشر احمد ولي کرزی د یوه مېلمه له خوا د ده په کور کې وژل شوی، او وروسته بیا دغه حمله کوونکی د احمدلي کرزي د ساتونکو له ووژل شو.

احمد ولي کرزی د کندهار له پېژندل شویو څېرو څخه و.


خو په دې وروستیو کې ځینو کورنیو او نړیوالو ورځپاڼو دی د نشي توکو په قاچاق او په اداري فساد کې په لاس لرلو تورن کړی وو.
XS
SM
MD
LG