د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمد ولي کرزی ووژل شو


د کندهار د ولايتي شورا ريس او د افغان ولسمشر حامد کرزۍ ورور احمد ولي کرزۍ وژل شوي.

د مشال ريډيو د خبريال له مخي داپيښه د کندهار ولايت په سره جامه سيمه کي رامنځ ته شوي، خبريال زياتوي د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي هم د دي پيښي پخلي کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی د خپل ورو د مرګ په اړه وویل، دوي هڅي کوي په هیواد کې د داسې پیښو مخه ونیسي. او زیاتوي دا د افغانستان د خلکو ژوند دې ، او دغلته ټولو داسی غمونه لیدلي. حامد کرزی وویل، دوی به هڅي کوي، په افغانستان کې امن او ثبات راولي.


دپاکستان صدر اصف علی زرداری او وزیر اعظم سید یوسف رضا ګیلانی دافغانستان د ولسمشر حامد کرزي د ورور احمد ولی کرزی په وژنه د غمرازۍ څرګندونه کړیده. دافغانستان دجمهوری ریاست نه په یوه خپره شوی وینا کی ویلی شوی چی د پاکستان صدر او وزیر اعظم نن د افغانستان د ولسمشر سره په ټیلیفون خبری وکړی او د نوموړي سره دغمرازۍ ترڅنګ یی دغه ترهګر برید په کلکه وغنده.

د احمد ولي کرزی د وژني په اړه ځني رپوټونه واېي چي هغه خپلو ساتونکو په ډزو باندي وژلي. وسلوالو طالبانو په یوه خبر پاڼه کې د ولي کزرۍ د مرګ پړه منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG