د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېهالې کې چاودنې


د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په کلیوالې سیمې سېهالې کې چاودنې شوې دي چې په کې یو پوځي وژل شوی او دوه ژوبل دي.

چاودنې د پوځ د وسلو په ډېپو کې شوې دي. له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي تر اوسه نه ده مالومه چې چاودنې ولې شوې دي. په سیمه کې یوه عیني شاهد مشال راډیو ته وویل: (( نن سهار پاو باندې لس بجې موږ په مارکیټ کې ناست وو چې د چاودنو اوازونه مو واورېدل. بیا مو ولیدل چې له هغه ځایه د لوګي ښتل او دننه اور هم بل وو.)) له چاودنو سره د وسلې د ډېپو یوه وداني نړېدلې ده. سېهاله د پاکستان یو مهم ځای دی، دلته د پولیسو د روزنې یو مرکز، او د څېړنو لېبارټرۍ هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG