د لاسرسي ځای

تازه خبر

د القاعده د مهمو مشرانو نشاندهي


د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا ویلي د القاعده ستراتیژیکي ماتې یې اوس په لاس کې ده.

افغانستان ته د یوه ناڅاپي سفر پر مهال پانیټا خبریالانو ته وویل د اسامه تر وژنې وروسته، دوی اوس په پاکستان، یمن او نورو سیمو کې د القاعده د مهمو مشرانو نشاندهي کړې ده: ((موږ القاعده ته په سټراټیژیکي توګه ماتې ورکولو ته لاس رسی لرو او زه هیله من یم چې په دې به توجه ورکړو، او ښکاره ده چې له خپلې پخوانۍ ادارې سره به هم کار کوم.)) د دفاع د وزیر په توګه د خپلې دندې تر سمبالولو مخکې پانیټا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې مشر وو. پانیټا خپله اوسنۍ دنده د روانې میاشتې په لومړۍ نېټې اخیستې ده. د افغانستان په پلازمېنې کابل کې نوموړی له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG