د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د اخ و ډب پېښې


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي صوبايي حکومت به ډېر ژر په کراچۍ کې کمشنري نظام پر حاله کړي.

په کراچۍ کې د متحده قومي موومنټ ګوند د کمشنرۍ نظام مخالفه دی. له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، په ښار کې د تاوتریخوالي د پېښو پر مهال، چارواکو ۱۰۰۰ نور پولیسان د ښار د امنیت لپاره ځای پر ځای کړي دي. په ښار کې نن په پینځمه ورځ هم د اخ و ډب پېښې روانې دي چې مرکز یې اورنګي ټاون دی. د جولای په اتمه او د شپې پر مهال د وژنې پېښې په قصبه کالونۍ او کټي پهاړي سیمې کې شوې دي. هلته د بښنې نړیوال سازمان د کراچۍ پر حالاتو اندېښنه ښودلې ده. بل پلو د سېند صوبايي حکومت، منظور وسان، د کورنیو چارو د نوي صوبايي وزیر په توګه ټاکلی دی. منظور وسان د خپلې خبري غونډې پر مهال ویلي د خپل دندې د پر مخ بیولو لپاره به له ټولو سیاسي ګوندونو سره خبرې اترې کول د ده لومړۍ ترجیح وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG