د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایف سي کراچۍ ته ځي، د تاوتریخوالي لړۍ روانه ده


کراچۍ: د سېند په مرکز کې مرستندویه کار کوونکي یو مړی په موټر کې اچوي. په کراچۍ کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای اتمه
کراچۍ: د سېند په مرکز کې مرستندویه کار کوونکي یو مړی په موټر کې اچوي. په کراچۍ کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای اتمه
رپورټ: ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ
- د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي صوبايي حکومت به ډېر ژر په کراچۍ کې کمشنري نظام پر حاله کړي.

په کراچۍ کې د متحده قومي موومنټ ګوند د کمشنرۍ نظام مخالفه دی.

هلته په ښار کې د تاوتریخوالي د پېښو پر مهال، چارواکو ۱۰۰۰ نور پولیسان د ښار د امنیت لپاره ځای پر ځای کړي دي.

په ښار کې نن په پینځمه ورځ هم د اخ و ډب پېښې روانې دي چې مرکز یې اورنګي ټاون دی.

د جولای په اتمه او د شپې پر مهال د وژنې پېښې په قصبه کالونۍ او کټي پهاړي سیمې کې شوې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي اوس هم تر وقفو وروسته د ډزو اوازونه اوري.

هلته د بښنې نړیوال سازمان د کراچۍ پر حالاتو اندېښنه ښودلې ده.

چارواکو پولیسو ته ویلي چې په اخ و ډب کې د ککړو کسانو او په هغو سیمو کې چې ګرځبندیز دی، د کسانو له لیدو سره سم دې هغه وولي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د خبري غونډې پر مهال ویلي دي، چې په څلورو ورځو کې د تاو تریخوالي په پېښو کې ۸۰ کسان وژل شوي دي: ((۸۹ کسان مو نیولي دي، او اوس مو پرېکړه کړې ده چې ځېنې سیمې رېنجرو [نیمه پوځي سرتېري] ته ور حواله کوو او او د ایف سي [سرتېري] مو هم رابللي دي.))

د رحمان ملک په خبره، د ایف سي سرتېري به له خیبر پښتونخوا راځي.
هلته د سېند صوبايي حکومت، منظور وسان، د کورنیو چارو د نوي صوبايي وزیر په توګه ټاکلی دی.

منظور وسان د خپلې خبري غونډې پر مهال ویلي د خپل دندې د پر مخ بیولو لپاره به له ټولو سیاسي ګوندونو سره خبرې اترې کول د ده لومړۍ ترجیح وي.

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان په خپل یوه تازه رپورټ کې ویلي ول چې په کراچۍ کې د شپږو میاشتو پر مهال، د هدفي وژنو او تاوتریخوالي په پېښو کې ۴۹۰ کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG