د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتنو کې د نیک فالۍ او بدفالۍ دودونه


پښتانه د یو لړ انګيرنو، او باورونو تر څنګ د ناوي د راوړلو په وخت د ښو او بدو پيښو په كيدو د ناوې پل په نېک فالۍ او بد فالۍ نیسي. دا بدفالي اونېک فالي اکثره د ښځوله خوا وي. كه څه هم په د ې كې د ناوي هیڅ ګناه نشته خو ټول مخ د ناوي لوري ته ور اړاوي او ورته وایې، چي دا ټوله بدبختی ستا په راتلو سره راغله او تر ډیره ناوې ته په بده سترګه ګوري.

په پښتني سیموکې د نورو ډېرو ناخوالو، چې پښتنې مېرمنې ورسره مخامخ دي جهيز او ځینې بیا له ولور کړیږي خو په ځینو پښتني سیمو کې د ښځو په برخه له تېرو زمانو راپاتې خرافات او بدفالۍ هم دي، چې دوی كله نوي خسر کور ته وړي او د واده په ورځ کومه بده پېښه وشي نوملامتي یې په ناوي وراچول کیږي او وایې چې د ناوې پل خراب وو او ترعمره هغه ناوړه پېښه هغې خوراکۍ ته یادوي.

په خوست کې هم دا دود او باور شته چې د ناوې پل په نېک فالۍ او بد فالۍ نیسي نېک فالي خوښه ده خو، بدفالي یې بیا له بدو بدتره .

په دې اړه په خوست کې دوه تنه نجونې چې دا ډول پېښې یې لیدلي وایي، داسی چي کله یوه انجلۍ بل کور ته د ناوي په جامه کې لاړه شي او هلته د واده په ورځ یا له دې نه وروسته کومه داسي بده پیښه وشي، چي د غي کورنۍ لپاره تاوان اړوونکی وي، نو پدې وخت کې د کور نور غړي ټول مخ د ناوي لوري ته ور اړاوي او ورته وایې، چي دا ټوله بدبختی ستا په راتلو سره راغلی ده او تر ډیره ناوې ته په بده سترګه ګوري. د دا ډول پیښو زیاتره قرباني میرمنې دي نو دوی دا هر څه په پټه خوله په خپل ځان باندې مني پدې تمه چي ګواکې وروسته به د کورنۍ نور غړي پدي باندې پوه شي، چي پدې کې د ښځې یا ناوي هیڅ ګناه نشته،خو وروسته داسي هم پیښ شوی، چي ناوي یا خو کور پرایښۍ یا یې خپل ځان وژلى دی٬٬


په خوست کې یوتن قومي مشرحاجي رسول محمد تڼی وایې چې پخوا دا ډول بارونه او بدفالۍ زیاتې وې خو اوس د علم او پوهې په زیاتیدو د خلکو د اذهانو په روښانه کیدو کمې شوي خو دا چې بالکل له منځه لاړې شي نو وخت په کار دی.
ده وویل، ریښتیاده چې دا ډول دودونه او رواجونه شته خو شرعي اساس نه لري. خو مهمه داده چې خلک اوپه ځانګړي ډول ښځې وپوهول شي او نجونې تعلیم ته وهڅول شي او اجازه ورکړل شي٬٬

دا چې دا بدفالۍ اونېک فالۍ اکثره د ښځوله خوا وي نود خوست د ښځوچارو ریاست له یوې تنې مسؤولې کامله اکبري مو وپوښتل چې څه ډول کیدای شي دا فکرونه او باورونه له منځه ولاړشي او خپله د خوست د ښځو چارو ریاست په دې اړه څه کړي په اړه یې کامله اکبري وایې، په دې کې باید رسنۍ ډېرکاروکړي اوخلک پوه کړي چې په دې کې دښخوڅه ګناه نشته او مونږهم په دې اړه یوتبلیغاتي کمپاین پیل کړی چې خلکوته عامه پوهاوی ورکړو او داډول تاوتریخوالي مخه ونیسو٬٬


د خوست د شېخ زاید پوهنتون د شرعیاتوپوهنځي استاد عطالله څخه مو وپوښتل چې د بدفالۍ په اړه شرعي حکم څه دی ؟ په اړه يې استاد عطا الله وایې چې دا د جاهلیت زمانو کاردی او هرڅه چې پيښيږې د الله تعالی له لوري وي نوپه کارنه ده چې ناوې ملامته وګڼل شي.

نوموړى زياتوي، د اسلام له نظره بدفالي شرعا ناروا ده. هغوته د سپېرې خطاب کول د جاهلیت د وخت رواجونه دي نوپه دې کې د ښځو هېڅ ګناه نشته هغه څه چې پېښیږي د الله تعالی له طرفه دي٬٬

نه یواځې دا، بلکې ګڼې نورې ستونزې هم دي چې خپله د ښځوله لاسه ښځوته پېښیږي. چې د چارو كارپوهانو په اند له منځه وړل يې په خلكو كې د تعليم زياتيدل دي او بس.
XS
SM
MD
LG