د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسله والو طالبانو لایحه او سرغړونې


ژباړه:احمدشاه اعظمي

امريکايی مجلې فارن پاليسي د طالبانو د لايحې يا اداري قانون په اړه د کېټ کلارک يو مقاله خپره کړې ده چي ليکي، د طالبانو لخوا د هغي نوي لايحې د خپرولو يو کال پوره شو چي دوی د جنګ کولو، له يو بل سره د چلند، له دښمن سره د وضع او له عام ولس سره د خپلي تګلاري قوانين بيان کړي دي. که څه هم لايحه د طالبانو لپاره د قانون يو کتاب دی خو دا يو داسي هڅونکی دستاوېز دی چي د اسلامي جهاد او د يو تش په نامه رياست انځور وړاندي کوي.


فارن پاليسي مجله ليکي، د طالبانو لخوا د ۲۰۰۹م او ۲۰۱۰م کال لايحه د تحريک د بدلېدونکي قوت او د مشرتابه د تقسيم د ويري، د مشکوکو جاسوسانو د بې درېغه وژلو د اندېښنو، د جنايي يا مادي ګټو لپاره د جهاد غلط استعمال، او د مخالفينو را جلبول او دوی ته د بخښني او د بيا يو ځای کولو د وړانديز انځور وړاندي کوي. د دوی د لايحې هر نوی چاپ په تفصيل سره ليکل شوی او تر نظر وتلی وي او د وخت په تېرېدو سره د دوی لخوا پر زياتو سيمو د کنټرول، د مشرانو د واک او د يو تش په نامه رياست خاکه وړاندي کوي.

مجله ليکي، په لايحه کي ځيني داسي احکامات راغلي دي چي هغه له نړيوال او افغان قانون څخه سرغړونه کوي. د بيلګي په توګه سړي تښتونه اجازه لري که چيري د پيسو په بدل کي نه وي. خو په دې قانون کي ځيني داسي احکامات هم راغلي دي چي که عمل پر وشي نو په شخړه کي د ولسي وګړو ځپل کمېدلای شي. د بيلګي په توګه لايحه هغو جنګيالانو او چارواکو ته د سزا ګواښ کوي چي د ولس د ځان او مال خيال نه ساتي. د دې سربېره په دې کي د عدالتي ساتني د هڅو ذکر هم شوی دی لکه پر وهلو ټکولو بنديز او په زوره په چا څه منل.

مجله زياتوي، د قوانينو او عمل تر منځ په څرګند ډول ډېر زيات توپير ليدل کيږي او هغه احکامات چي د ولس د سر او مال ساتنه ده ، اکثره وخت نه عملي کيږي يا قصداً يې سرغړونه کيږي. په بريدونو کي په لسګونه ولسي وګړي وژل کيږي، مشکوکه جاسوسان وژل کيږي ا وله ځايي پوليس څخه په زوره ټېکس اخستل کيږي. خو د ۲۰۰۶ م کال راهيسي طالبانو د خلګو د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره پخپله لايحه کي څه بدلونونه هم راوستل. د بيلګي په ډول د ۲۰۰۶م کال په لايحه کي دوی د استادانو د وهلو او حتیَ د وژلو، او د سکولونو او غېر حکومتي ادارو د سوځلو امر کړی وو کوم چي دوی د کفر ګوډاګيان بلل خو دا هرڅه دوی د ۲۰۰۹م او ۲۰۱۰ کال له لايحې څخه ايستلي دي.

مجله ليکي، کله چي ۲۰۱۰م کال کي په افغانستان کی د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يوناما راپور وړاندې کړچي زياتره ولسي وګړي د ياغيانو په بريدونو کي وژل شوي دي اوپر طالبانو يې نيوکه وکړه چي دوی پر خپله لايحه عمل نه دی کړی خو طالبانو په سختۍ سره دا تورونه رد کړل او د ولسي وګړو د وژلو په اړه يې د يو کميشن د جوړولو غوښتنه وکړه.

مجله په پای کي ليکي، له طالبانو سره د سولي د خبرو پر مهال دا مهمه ده چي له هغوی څخه د نړيوال بشري قانون د پلي کولو په ترڅ کي ډیره تمه وشي.
XS
SM
MD
LG