د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام ولسمشر له ازمویښت سره مخامخ دی





فرخنده وزیر


رویټرز لیکي، د شام په حما ښار کې د ولسمشر بشر ال اسد د واکمنۍ خلاف مظاهرې روانې دي، او دغه به د اسد د واکمنۍ لپاره یو ازمویښت وي ، چې دی به څه رنګ دغه مسله هواروي. دغه ښار ته د شام حکومت پوځ لیږلی چې دا شان خلک د اسد د واکمنۍ خلاف له مظاهرو ودروي.


په رویټرز خبري ایجنسۍ کې ډومینک ایوان لیکي، د شام ولسمشر بشر ال اسد ته په تاریخی حما ښار کې د خپل پلار حافظ ال اسد په رنګ حالات پیدا شوي، که چرې ولسمشر اسد غواړي دغه ښار ته پوځ ولیږي نو د ۱۹۸۲ په رنګ د ولسي وژنې پیښې رامنځ ته کېدای شي، او د نړیوالې ټولنې نه هم جدا کیدای شي، او که چرې د خپلې واکمنۍ خلاف مظاهرچیانو ته څه نه واېي، نو حکومت ترې ځي، کوم چې هغه په هیڅ صورت پریښودل نه غواړي.

د لسو زرو نه تر دیرشو زرو پورې عام خلک په هغه وخت کې وژل شوی وو، کله چې په ۱۹۸۲ کال کې حافظ ال اسد د خپلې واکمنۍ خلاف مزاحمت کونکو پر ضد پوځي عملیات وکړل. او اوس نهه ویشت کاله وروستو یو ځل بیا په هغه ښار کې د حافظ ال اسد د زوي خلاف خلک راوتلي. حافظ ال اسد چې په ۲۰۰۰ کال کې مړ شو ، په شام ېي تر دیرشو کالو پورې حکومت کړی وو.

په شام کې د بشري حقونو د خوندي ساتلو د یوې ادارې مشر رمیض عبدالرحمان واېي، که چرې حما ښار ته ټینکونه لاړل ، نو په شام کې به د جنوب نه شمال ته او د شرق نه غربه پورې اور بل شي. او د شام رجیم به هم په نړۍ کې یوازې پاتې شي.

ولسمشر اسد خپل پوځ د هما ښار نه یوه میاشت وړاندې له هغې وروستو راویستلو، چې په دغه هیواد کې د بشري حقونو کارکونکو وویل، د امنیتي ځواکونو لخوا په مظاهرچیانو په ډزو کې څه نه څه ۶۰ کسان وژل شوی دي. رویټرز لیکي، په شام کې د امنیت وضع په خرابیدو ده، او اکثره د جمعې لمانځه وروستو خلک راجمع کیږي ، چې وروستو دغه د ولسمشر اسد خلاف په لویو مظاهرو کې بدل شي.

تیره جمعه د مظاهرچیانو د ویډیو نه دا اندازه لګیده، چې څه نا څه ۱۵۰۰۰۰زرو خلکو د اسد د واکمنۍ خلاف په احتجاج کې ګډون وکړو.
ددغه احتجاج په سبا ولسمشر اسد ددغه صوبې ګورنر لرې کړو، او ټینکونه ېي د هغه سیمو خواو شا ته ولیږل چرته چې مظاهرې شوې وې.

لیکوال ډومینک ایوان واېي، دا خبره مهمه ده ، چې اسد به د حما مسله څنګه سنبالوي، او ددغې نه به دا پته هم لږي، چې د هغه واک ته په موجوده حالاتو کې څومره خطر دې .

د شام ۴۵ کلن ولسمشر اسد چې د روان کال د مارچ په میاشت کې ېي د واکمنۍ خلاف مظاهرې پیل شوې، ددې لوظ باوجود چې هغه به په قامې سطح د سیاسی بدلونو لپاره خبرې پیلوي، د خپلې واکمنۍ خلاف د مظاهرچیانو سره ېی سخت سلوک وکړ.

په دمشق کې یو سفارتکار واېي، یوه سیاسي لاره ده او یوه د تشدد، او هما د اسد لپاره یوه ازمویینه ده، که چرې ټینکونه د دغه ښار د شاو خوا نه په راروانو ورځو کې لاړل ، نو ددې مطلب به دا وي، چی سیاسي لارې وګټله.

په شام کې فعالین دا هم واېي، په دغه هیواد کې امنیتي ځواکونو د ۱۳۰۰ زیات عام خلک ووژل ، خو نړیوالې ټولنې د شام حالاتو ته داسې توجو ور نه کړه څنګ چې د لیبیا په کیس کې ولیدل شوه.

د لبنان یو کارپوه ندیم شهادي وایې ، نړیواله ټولنه د شام په شخړه تقسیم ښکاري ، او ولسمشر اسد دغه د ځان لپاره یو ګټه ګڼي، او زیاتوي اسد داسی فکر کوي ، چې لکه د ده سره د نړیوالې ټولنې لخوا د خلکو د وژنې لایسنس وي.
XS
SM
MD
LG