د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات حالات لا هم سواتیان کړوي



د فرانس خبري اژانس اې ايف پي وايي د خيبر پښتونخوا په سوات دره کې د پوځ له خوا د طالبانو پر ضد د بريالي عملياتو څه د پاسه دوه کاله پوره کيږي خو اوس هم هلته ځايې خلک د ګڼو امنيتي ځواکونو په مينځ کې ژوند کوي.

د اژانس په وينا د خلکو ژوند عادي حالت ته راګرزېدلی او غواړي چې پوځ نور واک ولسی ادارې ته وسپاري.

د فرانس خبري اژانس ای ايف پی د رپورټ پيل له محمد کريم خان نه کوي چې شاوخوا دوه کاله وړاندي يي د طالبانو د دهړکيو وروسته د ميوزک او ويډيو دکان تړلی وو.خو نن دی بيرته په خپل دې دکان کې ولاړ وايی، هغه وختونه لاړو تير شو، طالبان اوس يوه ماضی ده او زه فکر نه کوم چې دوی بيرته راشي.

کريم خان خبري اژانس ته وايې چې طالبانو دده کاروبار ور تباه کړی.دی وايي، دوی اوس په خوندي لاسونو کي دي خو زه په یوه خبره نه پوهيږم چې دا طالبان له کومه راغلو او بيا څنګه دومري ژر ورک شو٬٬

خبري اژانس ای ايف پي د مينګوري ښار تصوير ورکوي او وايې چې دکانونه، ريسټورنټونه او چانکي هوټلونه د شپي تر ناوخته پوري خلاص وي. دا د پاکستان د نورو ښارونو په شان يو ښار ښکاري، خلک خپل کاروبارونو ته ځي راځي، په مارکیټونو کې ګڼه ګوڼه ده خو دلته په لوی شمير کې پوځيان او پولسان موجود دي چي د ګاډيو او لارويانو تلاشياني اخلي.

يو دکان دار زاهد اقبال خبري اژانس ته وايې ، دا زموږ تر ټولو لويه مسئله ده.په سيمه او سړکونو باندي تر حد زيات پولیس او پوځيان د خلکو لپاره ګڼ شمیر ستونزي پيدا کړي دي٬٬

نوموړی غواړي چې سختي کمه شي او په سوات او سيمه کي د امن راتلو وروسته پوځ نور واک ولسی ادارې ته واک وسپاري. خو د سوات پوځی قومندان ميجر جنرل جاويد اقبال وايې چې په سوات کې په مکمل امن راتلو کې به نور وخت هم لګيږي.

نوموړی وايې چې ، کله حکومت او جي ايچ کيو دا اندازه ولګوله چې کار یې سرته ورسيدی نو پوځ به له سوات ووزي او انتظامي واک به ولسي ادارې ته وسپاري ٬٬
XS
SM
MD
LG