د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرام شاه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې


تازه راپورونو سره سم د شمالي وزيرستان په مېرامشاه بازار کي د امنيتي ځواکونو او اورپکو تر منځ وسله واله نښته را منځ ته شوې چي مرګ ژوبله يې اړولې خو تر اوسه يې کره شمېره نه ده مالومه.

پېښه نن هغه وخت را منځ ته شوه کله چي امنيتي ځواکونه د هغه شخصي هسپتال پر لور روان وو کوم چي دوی تېره ورځ په بارودو سره الوزولی وو چي د نامالومه وسله والو لخوا پر دوی ډزي پيل شوې. د رواني نښتي په ترڅ کي د ميران شاه ټول بازار تړل شوی دی.
امنيتي چارواکي وايي چي تېره ورځ د دوی پر قافله ريموټ کنټرول بمي چاودنه شوې وه چي له هسپتال څخه کنټرولېده نو له همدې کبله دوی ټول مريضان را و ايستل او هسپتال يې وران کړی. په دې پېښه کي دوه امنيتي سرتيري وژل شوي او پنځلس نور ژوبل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG