د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بهرنۍ تګلاره :ملت جوړونه لومړیتوب


امريکايي ورځپاڼي لاس اېنجلس ټايمز د امريکا د خارجه پاليسۍ په اړه د ليکوال مېکس بُوټ يو مقاله خپره کړې چي ليکي، که چيري امريکا او ايتلافي هيوادونه د خپل قامي امنيت په راوستو کي بريالي شي نو بيا دوی ته پکار ده د هغه هيوادونو جوړوني ته پام وکړي چې دوی په کې دي.

ليکوال مېکس بُوټ په لاس اېنجلس ټايمز ورځپاڼه کي ليکي، د جون پر ۲۲مه نېټه د افغانستان په اړه د ولسمشر اوباما د وينا مهمه نکته دا وه چي اوس وخت راغلی چي امريکا په خپل هيواد کي دننه بيا جوړوني ته پام وکړي.

ليکوال وايی په دې کي شک نشته چي دا بيان په بهر هيوادونو کي له جګړې څخه د تنګ راتلو او کورنيو چارو ته د پام کولو څرګندويي کوي خو بيا هم دا يو سرزوره بيان دی.

کله چي هم امريکا په بهر هيوادونو کي ژمني تر لاسه کړي او خپل کور ته راغلي نو له ناورينه ډکي نتيجې يې ورکړي دي. په تاريخ کي له نړۍ څخه د جلاوالي تر ټولو اوږد وخت د ۱۹۳۰ مي لسيزه ده چي تر هغه وروسته بيا دوهم جنګ عظيم وشو. تر دې وروسته بيا د ۱۹۷۰ مي په لسيزه کي د ((کور ته راشه امريکا)) د جلاوالي تر تګلاري لاندي جنوبي ويتنام مات شو، په کمبوډيا کي عامه وژنه وشوه، په ايران کي د يرغمل کېدو شخړه را منځ ته شوه او پر افغانستان شوروي اتحاد ير غل وکړی. د ۱۹۹۰ په لسيزه کي تر سړې جګړې وروسته د امريکا د سولي وېشلو تلوسې دا هيواد پر داسي لوري بوتلی چي د القاعده د پر مخ زياتېدونکي خطر ته يې پام ونکړی.

ليکوال پوښتنه را پورته کوي چي آيا په داسي وخت کي امريکا ته رشتيا هم له نړۍ څخه د جلاوالي تګلاره خپلول پکار ده چي ايران د اېټم بم جوړېدو په حال کي دی، پاکستان د مغرب په ضد روان دی، شمالي کوريا خپله خطرناکه ټيکنالوجي نورو هيوادونو ته ليږي، په منځني ختيز کي بلوا روانه ده، القاعده ته ماته نه ده ورکړل شوې او د چين طاقت مخ په زياتېدو دی.

ليکوال زياتوي، که چيري امريکا او ايتلافي هيوادونه د قامي امنيت په راوستو کي بريالي شي نو بيا دوی ته پکار ده چي يو څه وخت خو په هيواد جوړلو کي برخه واخلي. نن امريکا نه يوازي په افغانستان او عراق کي د هيواد په جوړونه کي برخه اخلي بلکې په چاډ، فلپاين، کمبوډيا او مېکسيکو کي يې هم په لږه پيمانه کار شروع کړی دی. په دې ټولو هيوادونو کي د امريکايي پوځونو او مشاورينو کمه شمېره د جنايت کارانو، ترهګرو او نورو خطرو څخه د دوی په ساتنه کي مرسته کوي. په هيواد جوړونه کي ډېر کم شمېر پوځيان پکار وي.

ليکوال زياتوي، ستونځه دا نه ده چي امريکا په هيواد جوړونه کي برخه اخلي بلکې ستونځه دا ده چي دوی دا په صحيح توګه نه کوي. نه خو امريکايي پوځ دا کار د خپل هدف برخه نه ده ګرځولې ده او نه هم د بهرنيو چارو وزارت. دا کار دوی اکثره د امريکا د نړيوال پرمختګ ادارې يواېس اېډ ته سپارلی دی خو هغوی زيات وسايل نلري.

ليکوال په پای کي ليکي، زه د عراق له جګړې راهيسي دا ټينګار کوم چي امريکا ته د امن د څانګي په نامه يوه نوې اداره جوړول پکار ده چي هيواد جوړوني ته پراختيا ورکړي.
XS
SM
MD
LG