د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر اجنسۍ:یو سرکاري سکول او ټیلیفون ایکسچېنج تباه کړل شوي


په خيبر ايجنسۍ کي ناڅرګنده وسله والو د ټيلي فون يو ايکسچينج او يو سرکاري سکول په چاوديدونکو توکیو الوزولی دی .

د مشال ريډيو د خبريال له مخي دواړه پيښي تيره شپه په باړه سيمه کي رامنځ ته شويدی خو ځاني زيان په کي نه دی شوی.

د پيښوپه اړه يوځايي تن مشال ريډيو ته وویل چې پر میلوټ سړک الوزول شوی سرکاري ایکسچېنج خلکو ته د څه نا څه یو زر ټیلفون اسانتیاوې لرلې چې بیګا شپه نامالومه کسانو په چونکو توکیو والوزلی او ددې سړک شاته بیا د انجونو یو سرکاري سکول هم د نامالومه کسانو لخوا په چاودنه کې تباه کړل شوی دی.

له ډيرې مودې راهیسې په خيبر ايجنسۍ کې سرکاري ودانۍ په نښه کيږي ،چې اکثره یې پړه وسله وال طالبان پر خپله غاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG