د لاسرسي ځای

تازه خبر

شینا واټ د تایلیینډ لومړۍ ښځینه وزیراعظمه


په تایلینډ کې نوې ټاکل شوې وزیراعظمې یېنګلک شینا واټ د پینځو ګوندونو د ایتلاف جوړولو اعلان کړی دی.

د نوموړې ګوند پیو تای تېره ورځ په انتخاباتو کې بری تر لاسه کړ. اوس د نوي ایتلاف له جوړلو سره به په پارلېمان کې ۶۰ فیصده څوکۍ له نوي حکومت په لاس کې وي. وزیراعظم ابسېت وچاچیوا لا مخکې ویلي د ډېموکراټ ګوند د مشر په توګه به له خپلې دندې لري شي. له دې اعلان سره به يېنګلک شینا واټ، د هېواد لومړۍ ښځینه وزیراعظمه شي. ۴۴ کالنه شیناواټ د هېواد یوه کاروبار کوونکې ده او دوه میاشتې مخکې هیڅ د سیاست برخه وه هم نه. د نوموړې ورور تاکسېن شیناواټ هم د هېواد وزیراعظم وو چې له خپلې دندې د کودتا له لارې لرې کړل شو. تاکسېن اوس جلا وطن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG