د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني کونسلګرۍ ته د ننګرهار والي احتجاج


Afghanistan --Nangarhar province Map which is Cut from map of Afghanistan by Kamalpuri on Monday 24th january2011
Afghanistan --Nangarhar province Map which is Cut from map of Afghanistan by Kamalpuri on Monday 24th january2011

بازمحمد عابد جلال آباد

دننګرهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزي د دغه ولايت د ګوشتې وسلوالۍ په سرحدي سيمو دپاکستانيو ځواکونو د وروستيو توغنديزو او هوايي بريدونو په مقابل کې په دغه ولايت کې د پاکستان کونسلګرۍ ته احتجاجي پيغام استولى دى .


دغه پيغام په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ ته وروسته له هغه واستول شو ، چې دجمعې پرشپه دلسو بجو په شاوخواکې يوځل بيا دننګرهار دګوشتې ولسوالۍ په درې سرحدي سيمو سالاله،تريلي او علي خيلو باندې پاکستاني ځواکونو دتوپچي څلويښت توغندي ، دجمعې په سهار دشيدکي او سالاله پرسيمو دتوپچي درې توغندي او دجمعې پر ورځ له غرمې وړاندې ١١بجې او ٣٠ دقيقې په شاوخواکې دسالاله په کلي کي دشمشاد سرحدي پوستې ته نږدې په ځايي استوګنځايونوباندې په هوايي بمبار کې ٩ راکټي بريدونه وکړل .


شيرزي په خپل احتجاجي پيغمام کې د ورته بريدونو کلکه غندنه کړې او له پاکستانه يې په سختۍ غوښتي چې دغه بريدونه ژر تر ژره بند کړي .
په دې پيغام کې داهم غوښتل شوي ، چې پاکستان بايد په سيمه کې د ترهګرۍ مخنيوى او نشه يي توکو سره دګډې مبارزې لپاره دکړې ژمنې پربنسټ د دغه ډول عملونو مخه ونيسي .


دا په داسې حال کې ده چې دتير غبر ګولي مياشتې د ٢٦ مې نيټې څخه تر اوسه پورې دننګرهار دګوشتې ولسوالۍ د سالاله ،تريلي ، علي خيلو او په ځينو نورو سرحدي سيمو نږدې ١٣٥ د توپچي توغندي او په هوايي بمباريو کې نږدې ٩ راکټي بريدونه شوي چې له امله يې په سلګونه کورنۍ له دغو سيمو څخه کډوالۍ ته اړ شوي دي.

خو دپاکستانیو پوځی چارواکو غبرګون دا دی چې د دوی له غاړې قصدي برید نه دی ترسره شوی.
XS
SM
MD
LG