د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانییا هم له افغانستان خپل یو شمیر عسکر باسي


رپوت وایی چی بریتانیا به دا اوونې له افغانستان نه د راتلونکي کال ترآخر پورې د اته سوه پوځیانو د ویستلو اعلان وکړي

د سنډې ټایمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د بریتانیا دغه اعلان له هغې وروسته مخې ته راځي چې تیره میاشت امریکا له افغانستانه د خپلو زرګونو پوځيانو د ویستلو اعلان وکړ چی یو شمیر به یې سږکال ووځي. دا وتل د هغه بهیر برخه ده چې امنیتي چار افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د بریتانېې حکومت د مۍ په میاشت کې اعلان کړې و چې په راتلونکې نهه میاشتو کې به د افغانستان نه تقریبا ۴۰۰ پوځیان و باسي او د خپلو ځواکونو شمیر به۹۵۰۰ ته را ټيټ کړي .

سنډې ټایمز لیکي چې وزیراعظم ډیویډ کیمرون ښايي د شورو/چارشنبې ورڅ تر راتلونکې فبرورۍ او د ۲۰۱۲ کال تر پایه د له ۵۰۰ نه د ۸۰۰ سرتېرو د وېستلو اعلان وکړي.
XS
SM
MD
LG