د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمسي هوايي اډه او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه

کندهار: د امریکا بې پیلوټه الوتکه د افغانستان د کندهار په فضا کې الوځي. د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ ۳۱مه

ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو

سرچینه: دي واشنګټن پوسټ

په امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ کې په یوه مقاله کې د امریکايي او پاکستانیو چارواکو له خولې ویل شوي: ((د پاکستان دننه د بې پیلوټه الوتکو بریدونو لپاره کارېدونکې د شمسي هوايي اډه تړل شوی ده او اوس د امریکا جاسوسې الوتکې په قبایلي سیمو کې د بریدونو لپاره د پاکستان خاوره نه کاروي.))

په اېبټ اباد کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته، پاکستان دا خبره په ښکاره کړې ده چې د دې هېواد له خاورې تر سره کېدونکي ډرون بریدونه دې ودرول شي.

بل پلو د پاکستان او امریکا چارواکي وايي، د اسامه تر وژنې مخکې لا د سي آی اې کارکوونکي رېمنډ ډېوس چې په لاهور کې دوه کسان ووژل نو له پاکستانۍ خاورې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودرول شول.

ورځپاڼه د یوه امریکايي چارواکي له خولې وايي: (( د رېمنډ ډېوس تر مسلې وروسته، د پاکستان د ولس جذباتو ته په کتو، هغوی د پاکستان له خاورې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودرول.))

په مقاله کې لیکل شوي، که څه هم د پاکستان چارواکي په ښکاره، د اېبټ اباد پر عملیاتو، د امریکا پر یو اړخیزه کارروايي نیوکې کوي خو د لیکنې تر مخې: ((د دواړو هېوادونو چارواکي وايي په استخباراتي همکارۍ کې پیدا شوي درزونه بیا په بندېدو دي.))

په مقاله کې لیکل شوي، په دې وروستیو درو میاشتو کې د بې پیلوټه امریکايي الوتکو ټول بریدونه، د افغانستان د جلال اباد له هوايي ډګره تر سره کېږي.

د امریکايي بې پیلوټه الوتکو بریدونه نه یواځې په پاکستان کې، بلکې په افغانستان، عراق، یمن او صومالیا کې هم تر سره کېږي.

چارواکي وايي په صومالیا کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د سختدریځې، اورپکې الشباب ډلې په نښه کولو لپاره شوي ول.

د امنيت په اړه د امريکا ولسمشر وبامه سلاکار جان برينن د ترهګرۍ د مخنيوي په اړه د نوې قامي سټراټیژۍ د وړاندي کولو پر وخت وویل چې امریکا د القاعده، الشباب، او په یمن کې شتون لرونکې القاعده ډلې سره په جګړه کې ښکېله ده.

په مقاله کې مخکې راغلي، جان برینن د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په دې وروستیو شپږو میاشتو کې یو ولسي وګړی هم د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې نه دی وژل شوی.

د نیو امیرېکن فاونډېشن په نوم یوه امریکایي اداره وايي، د اپرېل له میاشتې راهیسې، د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې، له ۱۳۳ تر ۱۹۱ پورې اورپکي د پاکستان په قبایلي سیمو کې وژل شوي دي.

په مقاله کې راغلي د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف په پټه د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ملاتړ کړی وو.

مقاله زیاتوي، د سي آی اې د کارکوونکي رېمنډ ډېوس تر خوشې کېدو وروسته پاکستان له امریکا غوښتي ول چې د دوی له خاورې دې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي.

او اوس د امریکا جاسوسې الوتکې په قبایلي سیمو کې د بریدونو لپاره د پاکستان خاوره نه کاروي.))

XS
SM
MD
LG