د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریا د حما والي له کاره لرې کړل شو


د شام صدر د مظاهره چيانو د ارامولو لپاره د دې هيواد د يو مرکزي ښار حما ګورنر له کاره ليري کړی دی.

ياده دي وي چې د رپورټونو ترمخه په حما ښار کې پرون د جمعې له لمانځه وروسته خوا اوشا دوه لکه کسانو د حکومت خلاف لارو کوڅو ته راووتل. په شام کې مظاهره چيان د بشارالاسد د واکمۍ د ختميدو او په هيواد کې د ډيموکراټيکو بدلونونو د راوستلو لپاره لاريونونه کوي. د شام د بشري حقونو مبارزين وايي چې د مارچ له نيمايې راهيسی په پیل شوو مظاهرو کې تر اوسه پورې له څوارلس سوه څخه زیات کسان چې پکې زياتره بې وسلي وو، وژل شوي دي. خو د اسد حکومت د مرګ ژوبلي له دې شميرو سره اختلاف لري. دوی تور لګوي چې د ناآراميو شاته د وسله والو جنايتکارانو او د بهرنيو سازشان لاس دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG