د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمیسون :د بلوچستان حالات خطرناک دي


په کوټه کې بلوڅان د خپلو ورکو عزیزانو لپاره په یوه احتجاجي کیمپ کې
په کوټه کې بلوڅان د خپلو ورکو عزیزانو لپاره په یوه احتجاجي کیمپ کې

بشیرګواښ مشال ریډیو

د پاکستان د بشري حقونو کميشن په يوه تازه رپورټ کې راغلي چې د روان کال له شروع څخه اتلس کسان په هدفي وژنو کې وژل شوي او ډير نور په زوره ورک کړل شوي دي
.

د پاکستان د بشري حقونو کميشن په خپل يو رپورټ کې ويلي چې په بلوچستان کې ولسي حکومت ډير غير موثره دی. د رپورټ ترمخه لاقانونيت، د خلکو تښتونه، مذهبي اقليتونو ته ورپيښ ګواښونه، هدفي وژنې او دغلته د وسله والو ډلو موجوديت تر ټولو لوی خطرونه دي.

په رپورټ کې د ۱۴۳ کسانو نومونه خپاره شوي چې د کميشن په وينا يې د تيرې مياشتې پورې لاهم ورک دي.

د دې نوي خپور شوي رپورټ ترمخه په بلوچستان کې يوازې د دې کال په شپږو مياشتو کې اتلس کسان په هدفي وژنو کې له منځه وړل شوي او پنځه کسان داسې دي چې په فرقه يي وژنو کې يې ژوند له لاسه ورکړی.

د دې کميشن مشرې زهره يوسف مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې په بلوچستان کې امنيتي ادارې ډير زيات واک لري اوپه صوبه کې د خلکو د ورکيدو مخ په زياتيدونکې پيښې د ډيرې زياتې انديښنې وړ دي.

هغې زياته کړه، په زور د غیبولو او ورکوونو په پيښو کې کمی نه دی راغلی بلکې داسې ښکاري چې د دغسې پيښو شمير مخ پر زياتيدو دی. موږ دې نتيجې ته رسيدلي يو چې په بلوچستان کې د امنيتي ايجنسو د رول په وړاندې ولسي حکومت ډير غير موثره دی. ښکاري چې امنيتي ایجنسۍ د قانون دپاسه دي. دا ايجنسيانې د صوبايي حکومت د لاس لاندې نه دي. ٬٬


د زهره يوسف په وينا په بلوچستان کې د ګڼو ورکوو شو خلکو خراب کړل شوي مړي موندل شوي او په دې اړه بلوچانو د امنيتي ايجنسيانو خلاف په پوليسو کې ايف، آيي، آر هم درج کړي دي او د حکومت له خوا عدالتي کميشنونه هم جوړ شوي خو هيڅ نتيجه يې نه دي ورکړي.

زهره يوسف وويل ، داسې ښکاري چې امنيتي ايجنسيانې د مسلې حل د ډيرو ملت پالو او بيلتون پالو په وژلو کې ګڼي. دوی د قانون د حکمرانۍ په پرمختګ هم غږيږي خو که ته يو سړی ديوال ته ودوري، يا يې مجبوره کړي چې پټ شي او يا پرې هم دومره فشار راوړي چې ملک پريږيدي نو دا حل نه دی.٬٬

د بشري حقونو ډلې له ډيره وخته راهيسې د بلوچستان په مسله کې د پاکستان په پوځ او نورو امنيتي ادارو ګوتنيونې کوي خو د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس مشال ريډيو سره په خبرو کې د دې تورونو له ځوابولو انکار وکړ او وي ويل چې دا د ولسي حکومت کار دی چې په دې اړه ځواب ووايي. بل خوا مشال ريډيو په دې اړه د صوبايي حکومت ګڼو چارواکو سره د خبرو کولو کوښښ وکړ خو له وعدو باوجود يې یو هم خبرو ته حاضر نه شول.


بلوڅ پروفیسر دشتیار چې په کوټه کې د نامالومه وسلوالو لخوا ووژل شو.بلوڅ ملتپالې ډلې ددغه ډول وژنو تر شا د پاکستاني ایجنسیو لاس بولي.

د پاکستان د بشري حقونو د کميشن مشرې زهره يوسف وويل چې د بلوچستان مسله يوازې په خبرو حل کيدای شي او د دې کار لپاره بايد د امنيي ادارو له خوا د زور زياتې د بندولو ترڅنګ بايد بلوچانو ته خپل حقونه ورکړل شي.

هغې زياته کړه،حل بايد د سياسي مذاکراتو له لارو راشي. بايد په دې خبرو اترو کې د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکو ګروپونو په شمول ټولې ډلې شاملې وي. ايجنسيانو سره بايد حساب کتاب وشي او دوی بايد ولسي حکومت ترکنټرول لاندې شي. ٬٬

د يادونې وړ ده چې په بلوچستان کې له ډيره وخته راهيسې بلوڅ ملت پاله او بلوڅ بيلتون پاله ډلې د ازادۍ لپاه کوششونه کوي. په دې وروستيوو کې په دې صوبه کې پر موجودو امنيتي ايجنسيانو دې تورونو زور اخيستی چې دوی بيلتون پاله او ملت پاله بلوچان په زور ورکوي خو امنيتې ادارې دا تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG