د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ د توغوندیو بریدونه دوام لري




بازمحمد عابد، جلال اباد

د افغانستان په په ختيځ کې دملي پوځ چارواکي وايې چې يوځل بياپه تيروڅلرويشتوساعتونوکې دپاکستاني پوځ له لوري دکونړپه بيلابيلوولسواليو د درنو وسلو٥٦ بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې ترسلو زياتو ولسي وګړوته مرګ ژوبله اوښتي ده .

په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قل اردو د عامه اړيکومسول ډګروال محمدنعمان هاتفي وايې چې په تازه بریدونو کې ۲۲ تنه وجل شوي او ۸۷ تنه ژوبل شوی دي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ په دانګام، شیګل، اسمار، خاص کونړ ولسوالیو د پاکستان له لورې د توپونو ۵۶ بریدونه شوی چې ۲۲ تنه ولسي وګړي په کې وژل شوي او ۸۷ تنه په کې ژوبل شوی دی٬٬

دی وايې چې د بريدونوله امله په سيمه کې دميشتوخلکو يوشميرکورنه ړنک شوي اوګڼ څاروي په کې هم وژل شوي دي.

د افغانستان په خیتځه سیمو کې چارواکي وايي چې د تیرو دریو هفتو راهیسې د پاکستان له لوري په کونړ او ننګرهار ولایت د توپونو او توغوندیو بریدونه کیږي چې په ګڼ شمیر کې ولسی وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې او په سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو څخه په کډه کولو مجبوره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري بریدونه په سختو ټکو کې غندلی دی.

بلخوا د پاکستان حکومت د افغانستان په خاوره د توغوندیو د ویشتلو تورونه رد کړي دي.
XS
SM
MD
LG