د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل:پر کانټینېنټل هوټل برید ۱۶ تنه وژل شوي


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي ، چې تېره شپه د کابل ښار پر انټرکانټينينټال هوټل په ډله ييز ځانمرګي بريد کې اته عام وګړي ، دوه پوليس او شپږ بريد کوونکي وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې د دې بريد په ترڅ کې يو پوليس او اته ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان دي او شپږ تنه بريد كوونكي هم د ملي پوليسو، ملي اردو او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژل شوي دي.
د چارواكو په خبره درې تنه ځانمرګي بريد کوونکي ، چې تر سهاره پورې يې مقاومت کاوه، دايساف د چورلکې لخوا د هوټل په چت کې وويشتل شول او ووژل شول.
له دې وړاندې د كابل پوليسو د جنايي څيړنو مشر جنرال عبدالظاهر ويلي وو،چې په پيښه كې ۲ پوليس ۹ عام وګړي او ۶ بريد كوونكي وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى .


انټر کانټننټل هوټل د کابل ښار تر ټولو مشهور هوټل دی، چې تر ډېره چارواكي، بهرني مېلمانه او ډيپلوماټان پكې اوسېږي او ډير ځله مهمې غونډې هم همدلته وي. د دې هوټل ټینګه څارنه کیږي،او هلته د امنیتي ځواکونو له خوا د هر یوه ورتلونکي کس په څو ځایونوکې تلاشي کیږي.

برایه شپه په کانټینېنټل هوټل کې د افغانستان د صوبايي حکومتونو چارواکي د یوه کنفرانس لپاره میلمانه وو نن به کابل کې پرانیستل کېدی.دغه کنفرانس تر ۲۰۱۴ م کال پورې له نړیوالو امنیتي ځواکونو څخه امنیتي مسولیت افغان ځواکونو ته د سپارلو په اړه دی.



پر کانټینېټل هوټل د اورپکو برید ۱۰ تنه ووژل

XS
SM
MD
LG