د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغانستان په جنوبي ولايتونو کې د هیضې وبا




شاه سقیم کندهار

د افغانستان په ځينو جنوبي ولايتونو کندهار او زابل کې په دې وروستيو وختونو کې د هیضې یا کولرا وبا لګېدلې ده چې تر اوسه پورې يې ګڼ شمېر کسان وژلي دي. د سيمې اوسېدونکي وايي چې که بېړنۍ مرستې ور ونه رسول شي خپره شوې ناروغي به ډېر زيانونه واړوي .


د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ يوه اوسېدونکې مېرمن بې بې عزيزه چې لمسۍ يې هیضه شوی، د کندهار ميرويس روغتون ته راوړې وايي چې رکه روغه لمسۍ یې ناڅاپي ناروغه شو،دغه لمسۍ مي ناجوړه شوې او روغتون ته مي راوستې ده له خولې او له نسه شوې ده او تبه يې هم کېږي. ماښام روغه جوړه وه سهار دغسې شوې ده٬٬

د هیضې ناروغي ډېر وخت په هغو سيمو کې خپرېږي چې اوسېدونکي يې د څښلو پاکې اوبه نه لري. د کندهار د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر احمد الله فيضي وايي چې دا مهال يې سيمې ته درمل لېږلي دي او کېداى شي په لنډه موده کې به خپره شوې ناروغي بيرته ورکه شي.


د کندهار معروف ولسوالۍ ته څېرمه د زابل ولايت د اټغر ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې په دغه سيمه کې د هیضې ناروغي تر اوسه پورې لس تنه وژلي او لسګونه نور لا تر اوسه پرې اخته دي . د زابل د والي مرستيال محمد جان روسول يار وايي چې که پر وخت سره د يادې ناروغي مخه ونه نيول شي نو کېداى شي نورو ولسواليو ته هم مخه وکړي.

د افغانستان د جنوبي ولايتونو په ځينې ليرې پرتو ولسواليو کې تر دې وړاندې هم د دوبي له راتلو سره هیضه لګېدلې چې د روغتیايي چارواکو په خیره ددې یوه لویه وجه د څښلو د پاکو اوبو نشتوالى دى.
XS
SM
MD
LG