د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال جان الن د سرتېرو د ایستلو رفتار مني


د افغانستان لپاره د امریکايي او بهرنیو ځواکونو نومول شوي پوځي مشر جنرال جان الن د ولسمشر باراک اوباما هغه پلان منلی دی چې ترمخې یې له افغانستانه څه د پاسه ۳۰۰۰۰ سرتېري ایستل کېږي.

جنرال الن ویلي د سرتېرو وتل به افغان مشران اړ کړي چې ژر ژر د خپلو امنیتي سرتېرو شمېر زیات کړي او کیفیت یې لوړ کړي. د بهرنیو ځواکونو اوسني مشر جنرال ډېوېډ پیټرییس ویلي د سرتېرو ژر ایستل خطرناک کار دی. پیټرییس له دې دندې لرې کېږي او جان الن به د هغه پر ځای په افغانستان کې د ټولو ځواکونو قوماندان وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG