د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یونان کې بیا احتجاج


یونان له ننه د دوو ورځو لپاره عمومي احتجاج پیل کړی دی.

په دې هېواد کې د بې کارۍ شرح لا مخکې له ۱۶ فیصده زیاته ده او ټولنې غوسه دي چې د ۲۸ اربه یورو د کفایت شعارۍ ګامونه به د کمو پیسو پر ګټونکو او په مشکلاتو کې پر راګېرو یونانیانو نورې مالیې پراخه کړي. د کفایت شعارۍ په دې ګامونو په پارلېمان کې بحث روان دی. د نني احتجاج پر مهال به د خدماتو زیاتره ولسي څانګې تړل شوې او یا هم د ځنډ ښکار وي، په دې احتجاج کې به ډاکتران، د ایمبولانسونو ډرېوران، خبریالان او ان دا چې د دولتي تیاټر هنرمندان هم شامل وي. پر دې مهال به ، د پلازمېنې ایتنز په لارو کوڅو کې شا و خوا ۵۰۰۰ پولیس ځای پر ځای کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG