د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:۷ ترهګر له ځانمرګو جیکټو نو سره نیول شوي.





د بلوچستان په مسلم باغ کي پولیس وایي، ۷ کسان یې له ځانمرګو جیکټونو او درنو وسلو سره نیولي دي.د مسلم باغ د پولیس تاڼې مشر،کلیم الله د مشال خبریال نیازموسی خیل ویلي چې اوه واړه د افغانستان اوسېدونکي دي.خو د زیاته کړه چي دوي دا وخت په پلټنو بوخت دي او وروسته به تفصیلات ورکړي.

د مسلم باغ یو ځایي خبریال،د نوم نه ښودلو په شرط مشال ته وویل،چي دا هسې یوه ٫٫ډرامه٬٬ ده.د زیاته کړه چي دا د حالاتو خرابولو یوه پلمه ده.

نوموړي وویل،دلته پر موټر سایکلونو باندي وسلوال ګرځي،را ګرځي او د افغانستان پر لور د جنګیدو لپاره لیږل کیږي،آیا څوک یې نه وویني؟ځایي خبریال زیاته کړه،خداي خبر،له کومي خوا دا خلک راغلل،او دوي بیا و نیول؟

ځایي خبریال دا هم وویل چي دوی چارواکو ته وویل،چي هغوی ته دې د ځان مرګو جیکټونه او وسله وښودل شي ،مګر داسې و نه وشو.دا خبر دا نامالومې خوا راغلی او په رسنیو کي خپور شوی دی .


یاده دي وي چي تیرکال د سپټمبر په میاشت کي هم د ملک د حسّاسو ادارو له اړخه خبرورکړل شوی وو چي یو څو ځانمرګي برید کونکي مسلم باغ ته ننوتي دي ،خو تر اوسه په سیمه کي د ځانمرګي برید پیښه نه ده رامنځ ته شوې.
XS
SM
MD
LG